معیاری ژبه او رسنۍ
څېړوندی رحیم الله حریفال، د علومو اکاډمۍ علمی غړی
سریزه:
ژبه او رسنۍ هغه موضوع ده چې یو له بل سره نږدې اړیکې لری او په اړه یې په نورو هېوادونو او ټولنو کې ډېر څه لیکل شوی او ویل شوی دی. خو متأسفانه په افغانستان کې د دې برخې ارزښت او اهمیت ته په کتو ډېر څه نه دی شوی، د عمومیاتو تر بریده څه نا څه کار ترسره شوی، خو په تخصصی توګه دا برخه ډېره نه ده، څېړل شوې او یا هم ویلای شو، چې په یاده ساحه کې میدانی څېړنې او تحقیقات نه تر سترګو کېږی.
له ۱۳۸۲ لمریز کال را په دې خوا په هېواد کې په پراخه توګه رسنۍ منځ ته راغلې، په صوتی او انځوریزو رسنیو سربېره د انټرنټی رسنیو په برخه کې هم بېلابېل ویبسایټونه، ویبپاڼې او ویبلاګونه را منځ ته شول. دولت هم چې کله له خپلو لاسته راوړنو یادونه کوی، یوه یې هم د بیان آزادی او یا هم په رسنیزه برخه کې پیشرفت او پرمختګ دی. د دې تر څنګ چې رسنۍ به خپل امتیازونه او ګټې لری، خو په ځینو ځایونو کې یې ټولنې ته زیانونه هم اړولی دی. دلته په دې علمی او څېړنیز کنفرانس کې لومړی د معیاری ژبې په اړه بحث شوی دی او د معیاری ژبې په اړه مختلف نظریات را اخیستل شوی دی، ورپسې په رسنیو کې د معیار په ژبه رڼا اچول شوې ده، چې رسنۍ باید کوم معیار په نظر کې ولری او کومه معیاری ژبه وکاروی؟ په پای کې بیا په ژبه د رسنیو د اغېزو په اړه رڼا اچول شوې ده او ځینې بېلګې را وړل شوې دی. رسنۍ د معیاری ژبې په وړاندې څه مسؤولیت لری؟! آیا خپل مسؤولیت یې په سمه توګه تر سره کړی او که نه؟!
د څېړنې اهمیت او مبرمیت:
رسنۍ د معیاری ژبې په غوړېدا او منځ ته راتګ کې ستر رول لری، بل دا چې ژبه او رسنۍ یو له بل سره لازم او ملزوم دی، نو پکار ده چې دا موضوع لا زیاته وڅېړل شی او په یاده برخه کې چې کومې ستونزې او نیمګړتیاوې تر سترګو کېږی، هغه په ګوته شی او د داسې علمی څېړنو په پایله کې رسنۍ او د رسنیو مسؤولین د ژبې پر وړاندې خپل رسالت ته لا زیات متوجه شی او د ژبې د برخې متخصصین هم له رسنیو سره د خپل مسؤولیت له مخې همکاری او مرسته وکړی.
که دا ومنو چې د زده کړې یوه عمده برخه له ټولګی څخه بهر تر سره کېږی، نو باید ووایو چې ټلویزیون، راډیو، مجلې، ورځپاڼو او سینما خلکو ته د زده کړې مسؤولیت پر غاړه اخیستی دی. که څه هم د ټولنیزو رسنیو څښتنان او مسؤولین به له دې چارې نه ډېر خبر هم نه وی او یا کېدای شی په مناسبه توګه به ورته پام نه کوی، خو حقیقت دا دی چې د ښوونې او روزنې بهیر د کتاب او ښوونکی له انحصاری چوکاټ څخه وتلی دی او پراخه مفهوم یې خپل کړی دی.
له بلې خوا د رسنیو ژبه دا توان لری چې د ټولنې د محاورې د ژبې سطحه لوړه کړی. که د رسنیو ژبه د کلمو او جوړښت له نظره په مناسبه کچه کې وی، د دې وړ ده چې د ژبې د زده کړې لپاره مدرسه شی. رسنۍ د اطلاعاتو پر رسولو سربېره د ژبې د سمې بڼې او شکل د دودولو مسؤولیت هم پر غاړه لری.
معیاری ژبه:
معیاری ژبه د ویلو او لیکلو هغه بڼه ده چې زیاتره لوستی او پوه کسان یې کاروی او د ډېری خلکو له خوا د ژبې د سم او کره ډول په توګه منل شوې وی.
د معیاری ژبې نړیوال منل شوی تعریف: د یوه هېواد د سیاسی پلازمېنې ژبه ده او دا رسمی او د ښوونې او روزنې ژبه ده چې په اساسی قانون کې ورته څرګنده اشاره شوې ده.
دکتور علی اشرف صادقی د معیاری ژبې ځانګړتیاوې داسې په ګوته کوی:
«معیاری ژبه داسې یوه ژبه ده چې په یوه هېواد کې له مروجو محلی او ټولنیزو لهجو څخه لوړ ځای لری او د هغو کسانو ارتباطی، ټولنیزه، علمی او ادبی وسیله ده چې ممکن په نورو ځایونو او شرایطو کې په خپلو ځانګړو سیمه ییزو او ټولنیزو لهجو خبرې وکړی. دا ژبه د لوستو کسانو ژبه ده او په غالب ګومان د لیکنې له ژبې سره یوه ده. همدغه ژبه چې په راډیو، ټلویزیون او ورځپاڼو کې کارول کېږی او بهرنیانو ته د ژبې د ښودلو پر وخت ګټه ترې اخیستل کېږی».[1]
یا هم هغه ژبه چې د کره کولو لپاره یې بېلابېل سیمینارونه او کنفرانسونه جوړ شوی وی او کار پرې شوی وی او د بېلابېلو لهجو له منځ څخه یوه عامه لهجه غوره شوې وی په بېلابېلو لهجو کې د کلمو له ګڼو بڼو څخه پر یوه کره بڼه اتفاق او فیصله شوې وی، دلته مو باید یوه ټکی ته پام وی چې دا کار تر ډېره بریده د سیاسی او علمی دریځ پر بنسټ مخکې ځی؛ کومه لهجه چې د لیکلو لپاره او یا هم په دولتی او دفتری ساحه کې کارول کېږی د وخت له تېریدو وروسته یاده لهجه چې د واک او سیاسی قدرت په سیمه کې مروجه او استعمالېږی د معیاری ژبې په توګه ځای خپلوی.
دا ډول ژبه له ښوونځیو او پوهنتونو څخه نیولې بیا تر ټولو دولتی ادارو، قضایی ارګانونو د چاپ او خپرولو په ټولو مؤسسو، ټولو رسمی لیکنو، حقوقی او سوداګریزو چارو کې کارول کېږی.
په رسنیو کې د معیار ژبه:
د انسانانو یوه خاصه ځانګړتیا دا ده چې له نورو سره د ارتباط او اړیکو ټینګولو لوړ او عالی مهارت لری. دې چارې له یوه نسل څخه بل نسل ته د فرهنګ لېږد آسانه کړی دی. دا رابطه په درېوو بنسټیزو روشونو ترسره کېږی:
لومړۍ بڼه د وینا ژبه ده او دا ژبه د انسانانو تر منځ زده کړه او ټولنیزې اړیکې آسانه وی. دویمه بڼه د لیکلو ژبه ده چې د وینا له انځوریز ثبت څخه عبارت ده. دا بیا د لیکنې ژبې زده کړه او د فرهنګی میراثونو ساتنه او لېږد آسانه وی. درېیمه بڼه د اشارې ژبه ده.
له شک پرته ژبه د بشری ارتباطاتو د مجموعې په زړه او هسته کې ځای لری. رسنۍ له خپلو مخاطبینو سره د ارتباط د ټینګولو په خاطر اړې دی چې له ژبې څخه ګټه واخلی، هغوی د خپلو دندو د سرته رسولو لپاره له بېلو ژبنیو کالبونو څخه استفاده کوی.
کله چې په رسنیو کې د معیاری ژبې په اړه خبرې کوو له دوو ډولونو سره مخ کېږو: د وینا او لیکنې ژبه، چې لیکلې ژبه بیا پر خپل وار نورې بڼې لری، یعنې د معیار ژبه مطلقه نه ده، دغه ژبه کېدای شی، رسنیزه، اداری، علمی، ښوونیزه … او نورې بڼې ولری، نو دلته مقصد له یوې مشخصې ژبې څخه نه دی، د علم ژبه بې روحه ژبه ده، یعنې هغه ژبه چې ډېره دقیقه ده. هره کلمه پر خپل ځای کارول کېږی او هره کلمه یوه ځانګړې معنا لری، په دغه ژبه کې حق نه لرو چې له ادبی بڼې څخه کار واخلو.
د رسنیو په ژبه کې منځپانګې او مخاطبینو ته په کتو کولای شو له نورو بڼو څخه هم ګټه واخلو، حتی یوه رسنۍ په خپلو مختلفو پاڼو کې له بېلو ډولونو څخه ګټه اخلی. د مقالې ژبه نسبت د ګزارش ژبې ته رسمی وی، له لوستونکو سره د خبرو او مکالمې ژبه بیا ډېره عاطفی او صمیمی وی، پورتنیو ټکو ته په کتو که یو منحنی په نظر کې ونیسو، څومره چې پورته خوا ته ځو ادبی ژبې ته نږدې کېږو او څومره چې کښته لور ته حرکت کوو، عامیانه او د ورځنۍ محاورې ژبې ته نږدې کېږو، چې په واقعیت کې د معیار ژبه د دغو دواړو په منځ کې قرار لری، نه ادبی او د شعر ژبې ته نږدې ده او نه هم عامیانه ژبې ته.
د رسنیو ژبه د عوامو او د ټولنې د اوسېدونکو له نظره د معیار ژبه ګڼل کېږی، نو پر دې اساس که د رسنیو ژبه تېروتنې او اشتباهات ولری، همدغه اشتباهات بیا د خلکو په منځ کې رواج مومی او د وخت په تېرېدو سره د ژبې او ادبیاتو ژوندی انځور چې د کلتور لېږدونکی او ملی هویت دی، بدلون مومی.
د خپرونو له کمی ډېرښت او د بیا کتنې د نشتوالی له امله هره ورځ ګڼ شمېر غیر معیاری جوړښتونه او اصطلاحات په ټولنه کې رواج پیدا کوی او د ټولنې پر لیکنی فرهنګ ناوړه اغېزه کوی.
له کومې ژبې چې په رسنیو کې ګټه اخیستل کېږی، په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول د بېلګې ژبې په توګه د مخاطبینو په منځ کې رواجېږی.
رسنۍ یا هم د رسنیو ژبه د عربی ژبې لپاره د دفاعی سپر رول ادا کوی، په دې معنا کله چې له نورو ژبو څخه د ژباړې له لارې نوی لغتونه او نحوی جوړښتونه عربی ژبې ته داخلېږی، لومړی په رسنیو او مطبوعاتو کې مطرح کېږی. د رسنیو او مطبوعاتو په ژبه کې تر منل کېدو وروسته معیاری عربی ژبې ته داخلېږی.
رسنۍ باید صمیمیت، روان والی او عمومی والی له عامیانه محاورې څخه واخلی او توانمندی، فکر پالل، بیانی او تعبیری ښکلا ګانې د معیار له ژبې څخه تر لاسه کړی. په حقیقت کې د رسنیو ژبه د محاورې او معیار د ژبې تر منځ بېلوونکی برید دی.
په رسنیو کې ژبې ته په سمه توګه نه پاملرنه د دې لامل شوې چې ځینې کسان خپل باور پر رسنیو له لاسه ورکړی او همدارنګه رسنۍ د ژبې پر وړاندې خپله دنده په سمه توګه سرته ونه رسوی. دلته یې ځینې لاملونو او بېلګو ته اشاره کوو:
لاملونه:
۱ ــ په رسنیو کې د معیار ژبه نه تر سترګو کېږی. د خلکو ورځنۍ ژبه د رسنیو ژبې ته نږدې شوې ده او همدارنګه د معیار د کچې ساتلو هڅه هم نه کېږی او یو ډول بې سرې روانه ده، له علمی ــ څېړنیزو مرکزونو سره د رسنیو اړیکې په نشت حساب دی. په متحدانه توګه په ټولو رسنیو کې یوه ژبه نه لیدل کېږی.
۲ ــ نیمه پېړۍ وړاندې په هېواد کې د رسنیو لیکوالان ډېری له فرهنګی او سیاسی شخصیتونو څخه وو. دغو لیکوالانو چې په ټولنه کې یې رسمی نوم درلود، په رسنیو او مطبوعاتو کې یې قلم خوځاوه، تر څو د رسنۍ عزت، باور او اعتماد و اوسی. دغه ځانګړنه په تدریج سره له منځه ولاړه او په وروستیو کلنو کې د رسنیو لیکوالان زیاتره نوم ورکی اشخاص تشکیلوی چې د مطبوعاتو پر ځمکه را ټوکېدلی یا هم ویلای شو چې په رسنیز نثر سره را ژوندی کېږی او د رسنیو په هوا کې ساه اخلی او رسنیزه پېژندګلوی لری، دوی خپل شهرت د رسنیو مدیون ګڼی.
۳ ــ د یوه لیکدود نشتوالی، تر اوسه پورې موږ په علمی او ښوونیزو کتابونو کې هم یو لیکدود نه لرو. په یوه کتاب کې یوه کلمه یو ځای شوې وی او په بل کتاب کې بیا جلا لیکل شوې وی، چې دا کار پر رسنیو هم اغېزه کوی او بیا د رسنیو له لارې ټولنې ته لار مومی او د ټولنې اوسېدونکی له یو ډول تشتت او حیرانتیا سره مخ کوی.
۴ ــ څوک چې رسنیزې برخې ته داخلېږی، هغوی باید ادبی ذوق ولری، اما د ژورنالیزم په ډګر کې داسې کسان دی چې د جملې او عبارت تر منځ توپیر نه شی کولای او د دې ترڅنګ د ژورنالیزم په پوهنځیو کې د ژبې زده کړې ته پوره پاملرنه نه کېږی، بلکې د ژبې مضمون ته د یوه اضافی مضمون په سترګه کتل کېږی او بده خو لا دا چې په ځینو رسنیو کې داسې کسان په دندو بوخت دی، تخصصی زده کړې خو څه چې لوړې زده کړې لا نه لری، نو په داسې شرایطو کې به موږ څنګه په رسنیو کې د معیاری ژبې او د ژبې د زده کړې هیله ولرو.
۵ ــ سیاست او د خپلو همفکره کسانو ګومارل، په رسنیو کې بله هغه ستونزه ده چې ژبې او یا هم که په عمومی توګه ووایو تخصص ته ستر زیان اړولی دی او څوک تخصص ته ډېره لږ توجه نه کوی. د دې ترڅنګ تجارتی اړخ هم د رسنیو په کار او مؤثریت منفی سیوری غورځولی دی. د چا چې څه ډول زړه غواړی هماغسې ژبه کاروی او خپله دغه ناپوهی بیا نوښت او بلاغت بولی.
بېلګې:
په رسنیو کې بیړه او نه پاملرنه د دې لامل شوې چې ژبې ته زیان ورسوی او د ژبې یا هم معیاری او رسمی ژبې په اړه چې کوم مسؤولیت لری، هغه په سم ډول سرته ونه رسوی:
1. «د فعل زمانې ته نه پام کول دی. په دې مثال کې لولو: ((نیویارک ټایمز په خپلې پرونۍ ګڼې کې د افغانستان په اړه مقاله لیکلې ده او په یوه برخه کې یې لیکی: …)) دلته لومړۍ جمله د تېرې زمانې خبره کوی ((لیکلې ده)) خو دوهمه د اوس مهال ((لیکی)). په داسې مواردو کې ښه به دا وی چې په دواړو جملو کې د عین زمانې فعلونه ولیکو مثلاً په دې مثال کې باید دوهمه جمله داسې ولیکو: ((په یوه برخه کې یې لیکلی دی)) ښایی ژورنالیستان د فعل د تکرار د مخنیوی په هدف د فعلونو زمانې بدلوی. لکه په دې مثال کې چې ((لیکلی)) ژر تکرار شوې ده. خو موږ د فعل تنوع په بله لاره هم پیدا کولی شو. د دوهمې ((لیکلی)) پر ځای ((راوړی دی)) مناسب بدیل ګڼلی شو.» )[2](
2. د اشنا راډیو انټرنټی پاڼې په یوه راپور کې داسې لیکلی دی: «افغانستان په لسو ولایتونو کې د پولیو یا ګوزڼ شپږ ورځنی فرعی کمپاین پیل شو.»
3. او اوس د (د) حذفول یو موډ ګرځېدلی دی، خو په پورتنی متن کې یې د یوه راپور عنوان څومره بې خونده کړی او که کېدای شی د همدې یوه (د) له امله ټول راپور څوک ونه لولی.
4. د درې تنه ملکی وګړو په ګډون پنځه تنه امریکایی پوځیان ووژل شول.
دلته ((په ګډون)) د انګریزی ژبې د ((including)) ناسمه ژباړه ده چې په فارسی کې هم همداسې غلطه ترجمه کېږی. دا جمله په انګریزی کې داسې مانا ورکوی چې په وژل شوو کې درې تنه ملکی وګړی او پنځه تنه امریکایی پوځیان شامل دی. خو ((په ګډون)) د جمع کولو او سره یو ځای کولو معنا لری. په دې جمله کې ملکی وګړی او پوځی امریکایان سره یو شان ګڼل شوی دی. د جملې سمه بڼه دا ده: ((اته تنه وژل شوی چې درې یې ملکی وګړی او پنځه تنه یې امریکایی پوځیان دی.)) او دغه بله بڼه یې هم ستونزه نه لری: ((په وژل شویو کې درې تنه ملکی وګړی او پنځه تنه امریکایی پوځیان شامل دی.))
5. بل زیان چې رسنیو پښتو ژبې ته رسولی دی. هغه دادی چې زیاتره وخت پښتو رسنۍ د خبرونو او نورو مطالبو په وړاندې کولو کې مخکښې نه دی، نو له دې امله پښتو ژبه د ژباړې د ژبې په توګه کارول کېږی او بیا په رسنیو کې د داسې مسلکی کسانو کمی هم دی، چې د خپلې ژبې په جوړښت او د ژباړې په اصولو ډېر برلاسی نه دی. د بېلګې په توګه:
6. قبایلی علاقو می مسلح طالبان موجود هی
7. طالبان مسلح در مناطق قبایلی وجود دارد
8. نو په پښتو کې به داسې لیکی: په قبایلی سیمو کې وسلوال طالبان شتون لری.
خو که هسې اضافه او یو نا اشنا ترکیب په خپله ژبه کې رواج نه کړو او د نورو ژبو جوړښت په خپله ژبه ونه تپو، نو باید داسې ولیکو: په قبایلی سیمو کې وسلوال طالبان شته.
او که غواړو په خپله خبره ټینګار وکړو، له (شته) وروسته (دی) راوړو.
په قبایلی سیمو کې وسلوال طالبان شته دی.[3]
دا خو یې ځینې بېلګې وې، چې لنډه اشاره ورته وشوه، خو ځینې رسنۍ بیا په پراخه پیمانه املایی او انشایی تېروتنې لری، چې دا تېروتنې بیا ژبې ته ستر زیان اړوی، ځکه په ټولنه کې هغه کسان چې زده کړې یې کمې کړې وی او حتی کله نا کله لوستی کسان هم د رسنیو ژبې ته د معیار د ژبې په توګه ګوری، نو همدا تېروتنې بیا په ټولنه کې ځای نیسی او ژبې ته ستر نقصان رسوی.
په نورو هېوادونو کې هم ژبې له پورتنیو ستونزو سره مخ دی، د بېلګې په توګه په امریکا کې چې خلک یې د جملو په لنډون او خلاصه کولو کې ځانګړی مهارت لری او هغه په خاصو اصطلاحاتو اړوی، خو هلته د رسنیو مسؤولین او مدیران د محاورې ژبې ته د رسنیو ژبې یا معیاری ژبې ته د زیان او تاوان رسولو اجازه نه ورکوی. د هغوی په رسنیو کې داسې کسان په دندو بوخت دی، چې د لیکوالۍ او ژبې له اصولو سره بلد دی او هڅه کوی چې د خپل هېواد ژبه له دا ډول زیانونو څخه لرې وساتی. اما زموږ د رسنیو په اړه بیا داسې نه ده، زموږ د رسنیو مسؤولینو لار پرانیستې پرېښې ده او هر ډول خلک چې رسنیز ډګر ته داخل شول باک نه لری. پوښتنه دا ده چې کله یو څوک د ژبې له ګرامر سره اشنا نه وی، څنګه د یوې رسنۍ مسؤول مدیر ټاکل کېدای شی!؟
پایله:
په نړۍ کې به داسې ژبې نه وی، چې بېلا بېلې لهجې ونه لری، لهجه: کوم ګروپی تغییر او بدلون، چې د یوې ژبې په وییز او غږیز سیسټم او بڼه کې پېښیږی یا لیدل کېږی لهجه ګڼل کېږی.[4] مختلفې او بېلا بېلې لهجې د یوې ژبې لپاره ګټورې تمامېږی، خو کله چې یوه ژبه له محلی او سیمه ییزې کچې څخه لوړېږی یا هم د نظام، سیاست، علم او ټکنالوژی ژبه ګرځی، بیا هلته نو د همدغو لهجو له منځ څخه یوه لهجه د مختلفو عواملو پر بنسټ د معیاری لهجې په توګه مخکې راځی او د معیار حیثیت غوره کوی، یعنې معیاری ژبه د ځانګړو شرایطو په ترڅ منځ ته راځی، د بېلګې په توګه کومه لهجه چې د معیاری لهجې او یا هم ژبې په توګه را منځ ته کېږی، دغه لهجه د سیاسی نظام ژبه ګرځېدلې ده، د اقتصاد ژبه ګرځېدلې ده او بالآخره له هره اړخ نه ورته پاملرنه شوې ده.
پښتو ژبه هم د یوې نسبی معیاری ژبې درلودونکې ده، ځینې پوهان داسې نظر ورکوی، چې پښتو ژبه لا تر اوسه د معیار تر کچې پورې رسېدلې نه ده، خو دا خبره ځکه درسته نه ښکاری، چې معیاری ژبه په یو ځل او یا د کومې پرېکړې په اساس منځ ته نه راځی، بلکې د وخت په تېرېدو سره د ټولنې اوسېدونکی په یوه لهجه اتفاق سره کوی او قرار ــ قرار نومړې لهجې د معیار ژبه جوړېږی، چې اوس له ځینو د ګوتو په شمېر کسانو نه پرته په افغانستان کې د پښتو ژبې ویونکی په مرکزی لهجه د معیاری ژبې په توګه اتفاق سره لری. همدغه ژبه د کتاب لیکلو ژبه ده، د ادارې ژبه ده، بهرنیانو او د نورو ژبو د ویونکو لپاره د پښتو ژبې د زده کړې او ښوونې ژبه ده او د رسنیو ژبه ده، نو د دغې معیاری ژبې د لا غوړېدا لپاره رسنۍ ځانګړی ځای او مسؤولیت لری، که چېرې رسنۍ له ژبې سره سطحی او سر سری چلند وکړی، ژبې ته ډېر زیان ور اړوی، چې مخکې موږ په تفصیلی توګه خبرې پرې وکړې. په ځانګړې توګه رسنۍ باید له علمی او څېړنیزو مرکزونو سره نږدې اړیکې ولری او څېړنیز مرکزونه هم وخت په وخت د ژبې په برخه کې له رسنیو سره نوی معلومات او بدلونونه شریک کړی. د نیولوګېزم یا په ژبه کې چې کوم نوی لغتونه جوړېږی، نوموړې چاره باید د ژبپوهنې د برخې پوهان د نورو برخو له پوهانو سره په ګډه تر سره کړی، بیا دې له رسنیو سره شریک کړی او بیا همدا رسنۍ دی، چې له اولس او ټولنې سره یې شریکوی او حتی په ځینو هېوادونو کې په ټولنه کې د نویو لغتونو د کارېدنې او په ټولنه کې د تعمیم لپاره ځانګړې رسنۍ موجودې دی او دا چاره سر ته رسوی.
وړاندیزونه:
۱ ــ په علمی ــ څېړنیزو مرکزونو کې د داسې کړنلارو جوړول، ترتیبول او خپرول، تر څو یې رسنۍ په خپلو خپرونو او کار کې مراعت او پلې کړی.
۲ ــ د نویو لغتونو د جوړولو صلاحیت دې له رسنیو څخه واخیستل شی، بلکې په علمی ــ تحقیقی مرکزونو کې دې رامنځ ته شی او بیا دې د همدغو رسنیو له لارې په ټولنه کې د دود کېدو لپاره خپاره شی.
۳ ــ د معیاری او کره ژبې لپاره باید په رسنیو او مطبوعاتو کې د لیکوالانو، ژباړونکو او شاعرانو رول ته جدی پاملرنه وشی.
۴ ــ رسنۍ په ځانګړې توګه راډیو او ټلویزیون دې، د ژبې لپاره خپرونې او پروګرامونه ځانګړی کړی او په دغو خپرونو کې دې، د ژبې پوهان او په دې برخه کې د علمی ـــ تحقیقی مرکزونو غړی او متخصصین له ځان سره ولری.
ماخذونه:
۱ ــ شاد، منصوری، طیبه. د ارتباطاتو د علومو ارشده کارپوه. ویژګی های زبان مطلوب مطبوعات، مقاله.
۲ ــ زغم، محب، د خبریالانو ځینې ژبنۍ تېروتنې، مقاله. www.tand.com
۳ ــ غزا، نور غزا. پښتو رسنۍ او بې غورۍ، مقاله. www.tand.com
۴ ــ منګل، علی محمد. پښتو لهجې، د افغانستان د علومو اکاډمی: کابل، ۱۳۸۷ ل کال.
۵ ــ تڼیوال، مولاجان. پښتو ژبه او ژبپوهنه، د علومو اکاډمی، د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست، شمشاد هاشمی مطبعه: کابل، ۱۳۹۷ ل کال.
۶ ــ لودین، دولت محمد. ژبه او ټولنه، ختیځ ادبی بهیر: ننګرهار، ۱۳۹۵ ل کال.
۷ ــ زیار، مجاور احمد. پښتو وییپوهنه او وییرغاونه، دانش خپرندویه ټولنه: کابل، ۱۳۹۶ ل کال.
گهیځ