قطر او قزاقستان کې د افغانستان په اړه غونډې جوړیږی

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۵ مه نېټه):
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلی، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ او د افغان ښځو او بشری حقونو لپاره د دوی استازې رینا امیری د افغانستان له سرپرست حکومت او یو شمیر نورو افغانانو سره د خبرو په موخه قزاقستان او قطر ته روان شوی دی.
د اعلامیې له مخې دوی به تر راتلونکې دوشنبې ورځې پورې پر دې سفر بوخت وی.
د اعلامیې په خبره، دې سفر کې به توماس وېسټ او رینا امیری د سرپرست حکومت له استازو او یو شمېر نورو افغانانو سره وګوری.
رویټرز خبری اژانس ویلی، چې د سرپرست حکومت له چارواکو سره به امریکایی ډیپلوماتانو خبرې د افغانستان پر اوسنی بشری وضعیت، د ښځو پر حقونو او امنیتی مسایلو ورټولې وی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.