کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP ویلی، دوی د بودیجې کموالی له امله اړ شوی چې د خپلو مرستو له لېسته ۸ میلیونه افغانان وباسی.
افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ویاند ویلی، چې WFP د روان زېږدیز کال د جنورۍ له لومړۍ د مې تر پایه په پنځه میاشتنۍ کې څه باندې ۱۶ میلیونونه افغانانو ته مرستې رسولی، چې په هغو کې ۳۴۰ زره ټنه خوراکی توکی او د کابو ۱۲۰ میلیون ډالرو په ارزښت د نغدو پیسو وېش شاملیږی.
د نوموړی په وینا، د دې لپاره چې د راتلونکی ژمی تر پایه پورې د مرستو په برخه کې خپلو پلان شویو پروګرامونو ته دوام ورکړای شی او د افغانستان په ټولو برخو کې اړو کسانو ته خوراکی مرستې ورسولی شی، یو میلیارد ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لری.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ