کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د روغتیا نړیوال سازمان ویلی، نږدې یو میلیون افغانان په تور زېړی اخته شوی دی.
د راپور پر بنسټ دغه سازمان د تور زیړی د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلی، چې شاوخوا ۶۸۰ زره افغانان د هپټایټ پر (B)او شاوخوا ۳۲۰ زره نور د دغه ویروس پر (C)ډول چې تور زېړی ورته ویل کیږی، اخته شوی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان پر ټویټر لیکلی، دا ویروسی ناروغی هغه مهال خپریږی، چې پر دې ناروغی د اخته کس وینه یا د وجود نور مایعات یې د روغ کس وجود ته دننه شی.
د دغه سازمان په وینا، هغه کسان چې نشه یی توکی کاروی او یا په یوه ستنه څو کسان پیچاری کوی او ککړ شوی روغتیایی وسایل کاروی، هغه کسان چې په بندخونو یا نورو تړلیو ځایونو کې اوسیږی او یا هغه کسان چې پر تور زېړی له اخته کسانو سره ناخوندی جنسی اړیکې لری، تر ډېره پر تور زېړی اخته کیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ