د شهید احمد وحید مژده په یاد

د شهید احمد وحید مژده په یاد

محمد زبیر شفیقی، د ویسا ورځپاڼې مسؤول چلونکی

زه چې کله د ځینو کسانو په باب وغواړم څه ولیکم، ذهن مې را سره یاری نه کوی. الفاظ رانه تښتی، توری او کلیمې رانه ورک ورک شی، نه پوهېږم له کوم ځایه یې پیل کړم او په کومو الفاظو!

د درانه قلم او قدم خاوند ارواښاد شهید احمد وحید مژده یو له همدغو هستیو څخه دی.

ما څو ځله غوښتی چې د خپل دغه مظلوم انډیوال او سپېڅلی قلموال په یاد په ویسا ورځپاڼې کې یو څه ولیکم او یادونه یې را وسپړم خو همداسې کانه را باندې شوې چې پاس مې ورته اشاره وکړه.

شهید مژده زما د جهاد او هجرت د تودو ورځو انډیوال ؤ، دواړو کلونه په یوه دفتر کې یو ځای کار کړی دی. په شپېتمو کلونو کې موږ د حزب اسلامی په ارشاد او فرهنګ ریاست کې له یو شمېر نورو دوستانو سره یو ځای بوخت وو.

فکری تړاو مو د دې سبب شو چې له ګوندی رسنیو پرته په آزادو رسنیو لکه امید مجله کې هم زموږ اړیکې او ګډې هڅې دوام وکړی. د ارواښاد مژده ټول یادونه او خاطرې د یوې لیکنې له حوصلې لوړې دی، یوازې څو ټکیو ته یوه اشاره کوم چې د نوموړی د شخصیت ځانګړتیاوې ثابتوی:

مژده صاحب یو له هغو کسانو څخه ؤ چې په ګوندی چوکاټونو کې نه ځائیدو، برعکس د افرادو او ډلو پر ځای پر یو لړ اصولو ولاړ ؤ او سرې کرښې یې درلودې.

شهید مژده په تېرو ۱۹ کلونو کې د ژبې، قلم او فکر داسې کرکټر ثابت شو چې دوست او رقیب دواړه پرې قایل دی.

د ۲۰۰۷ کال په وروستیو کې د یو شمېر سیاسی، فرهنګی شخصیتونو په همکارۍ د افغان څېړنیز مشورتی مرکز په نوم د یوه فکری بنسټ تیږه کېښودل شوه چې وخت پر وخت یې د هېواد پر مهمو مسایلو ژور بحثونه جوړول او په درېیو کلونو کې یې څلور ګڼې مهالنۍ هم خپرې کړې چې د امریکایی اډو، دویم بن، د افغانستان د تجزیې هڅې او د ګاونډیو مغرضانه لاسوهنې یې پکې وڅېړلې. شهید مژده د دغه د بنسټګرو کسانو څخه ؤ چې په مهالنیو کې یې هم ډېرې په زړه پورې لیکنې خپرې شوې.

یوه ورځ د همدې مرکز په یوه غونډه کې ما وویل چې د وخت په تېرېدو افغانان د لویو ځواکونو په تېره امریکا په موخو وپوهېدل او دا د خیر یوه خبره ده.

مژده په ځواب کې راته وویل:

ستا خبره سمه ده خو امریکایان بله محاسبه لری. هغوی وایی موږ هر کال په سلګونو ځوانان د بورسونو، انجی اوګانو او نورو اړخونو له لارې جذبوو، دوی د زده کړو او ډالری امتیاز تر اغېر لاندې زموږ (امریکا) ملګری کېږی، پینځه کاله وروسته دا یو لوی ځوان کدر کېږی چې د حکومت مهم واکونه به یې په لاس کې وی، بیا به د عام ولس یا عامو افغانانو منفی ذهنیت هېڅ اغېزمن نه وی. اوسنی حالت د شهید مژده تحلیل رښتیا کوی، یوه وړوکې ډله حاکمه ده، عام ولس تر وحشتونو لاندې دی څوک یې په کیسه کې نه دی.

زه د ارواښاد مژده یوه بله خاطره چې ډېره یې تکراروله یادوم او دعا کوم چې رښتیا شی. نوموړی به دا ډېر ویل چې امریکا ماته خوړلې، له طالبانو سره د سولې خبرې یې دلیل دی، دوی نور له افغانستانه وځی.

زما تحلیل تل د دوی پر خلاف ؤ، زه الله ته دعا کوم چې د شهید مژده دغه هیله رښتیا کړی. البته له دې سره چې نور د لیرې او نژدې بل پردی تر تور وحشت لاندې رانشو. آمین

د شهید مژده شهادت په رسنیو په تېره په ټلویزیونی بحثونو کې د یوې لویې تشې په څېر څرګند دی. نوموړی د ګوتو په شمار کسانو څخه ؤ چې استدلال او منطق یې پر احساساتو غالب ؤ. ړوند تائید او یا رد یې له مزاج سره نه جوړېده مهذبه ژبه یې درلوده، هېڅکله یې سپکه خبره پر مهذبه ژبه چا وانه ورېده، آن تر دې چې فکری مخالفین یې په موسکا ځوابول. مژده د وطن یو صادق بچی ؤ، د یوه باوقاره افغانستان خوبونه یې لیدل او د پردیو له سیوری ژغورلی افغانستان یې ستر ارمان ؤ، شهادت یې یوازې کورنۍ نه، بلکې هر هغه افغان ویرمن کړ چې له نوموړی سره یې ارمانونه شریک وو. الله دې افغانستان وژغوری او مژده دې د نورو شهیدانو سره د خپل رحمت په غیږ کې واخلی. آمین

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.