قطر کې سبا او بل سبا سرپرست افغان حکومت له امریکایی لوری سره خبرو ته کېنی

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۷ مه نېټه):
د راپورونو پر بنسټ، تمه ده چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې امریکایی پلاوی د افغانستان د سرپرست حکومت له پلاوی سره سبا او بل سبا خبرو ته کېنی.
د راپورونو له مخې د قطر دغه غونډه کې به د سرپرست افغان حکومت پلاوی له امریکایی لوری سره د باور جوړونې پر اقداماتو خبرې وکړی.
د امریکایی پلاوی مشری به د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس ویسټ او د افغان ښځو او بشری حقونو لپاره ځانګړې استازې رینا امیری کوی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلی، چې امریکایی پلاوی به د سرپرست حکومت له استازو سره د افغانستان اړوندو مهمو مسایلو باندې خبرې وکړی.
قطر کې د سرپرست حکومت د سیاسی دفتر مشر وایی، دغه غونډه به دوه ورځې دوام وکړی، چې په کې به د دواړو خواو د علاقې وړ موضوعاتو باندې خبرې وشی.
نوموړی وایی، په دې غونډه کې به په افغانستان کې اقتصادی ثبات، د نشه یی توکو مخنیوی، د بانکی زېرمو خلاصون او یو لړ نور د اعتماد جوړونې اقدامات شامل وی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.