کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په روان کال کې د معلولینو، یتیمانو، او کونډو د حقونو له ورکړې خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت ویاند ویلی، د تېر او سرپرست حکومت د معلولینو، یتیمانو او کونډو د ۱۴۰۲ هجری لمریز کال د شپږو میاشتو حقوق به ورکړل شی.
د دغه وزارت ویاند همدراز زیاته کړې، معلولینو ته د معاشاتو د وېش بهیر د شفافیت په موخه یې، د مرکز په ګډون د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې، ډیټابس سیستمونه فعاله کړی دی.
نوموړی یادونه کوی، چې څه باندې ۳ زره هغه کسان چې له دغه وزارته د تنخوا اخیستو وړ نه وو، هم له ډېټابس سیستم څخه وېستل شوی دی.
یو شمېر معلولین بیا د دغه بهیر د روڼتیا او چټکتیا غوښتونکی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ