د فساد په مخنیوی کې د رسنیو ونډه
امان الله تاند
وړاندې تر دې چې د فساد پر وړاندې د رسنیو پر رول لیکل پیل کړو، اړینه ده چې لوستونکی لومړی د فساد په اړه لا ډېر وپوهېږی نو لومړی غواړو فساد، د فساد ډولونو او د هغو لارو او لاسونو په اړه چې فساد پکې په ترتیب سره پلی کېږی او ونډه لری لیکل وکړو.
فساد څه ته وایی: د فساد پېژندنه ښایی ستونزمنه په دې وی چې د فساد ترسره کوونکی، وخت ته په کتو له مختلفو لارو او طریقو څخه کار اخلی، ترڅو فساد د خلکو پر وړاندې په یو ډول قانونی عنصر ثابت کړی، او خپلې شخصی ګټې په دې توګه ترلاسه او عامه ګټې کمې او یا لا له منځه یوسی.
په لنډ ډول او د روڼتیا نړیوالې ادارې د تعریف له مخې ویلی شو: د شخصی ګټو لپاره د سپارل شوې دندې او ځواک کارولو ته فساد ویل کېږی.[i] اوس د پورتنی تعریف له مخې د فساد درې عناصر په لاندې توګه یادولی شو:
- شخصی او دولتی ادارې: یعنې فساد په دولتی او شخصی ادارو کې ترسره کېږی او افراد، سیاسی ډلې، او ګروپونه په دې کې راتللی شی.
- د واک څخه ناوړه ګټه اخیستنه: په شخصی او یا دولتی ادارو کې د سپارل شوې دندې څخه ناوړه ګټه اخیستنه.
- ګټه اخیستنه: دواړه خواوې د فساد له لوری د ګټې اخیستنې په هڅه کې وی.
ډېری وخت اړینه نه ده چې ګټه اخیستنه دې روپۍ وی، مګر کېدای شی په یو ډول ګټه ترلاسه کول وی. د بېلګې په ډول: په ځینې هغو ټولنو کې چې د فساد کچه پکې زیاته وی، که یو څوک وغواړی چې روغتیایی آسانتیاوو او یا تعلیم ته لاسرسی پیدا کړی، هغوی اړ دی ترڅو رشوت ورکړی. نو په ورته حالتونو کې یوازې هغوی چې د رشوت ورکولو وړتیا لری، روغتیایی او تعلیمی آسانتیاوې ترلاسه کولای شی او بس. او په دې ډول یوه ډله د خپل اصلی حق (روغتیایی آسانتیاوو او تعلیم) په برخه کې رشوت ورکوی، او بله ډله چې عامو خلکو ته د (روغتیا او تعلیم) په برخه کې د آسانتیاوو برابرولو لپاره ګومارل شوې او دنده یې ګڼل کېږی ناوړه پیسې (رشوت) ترلاسه کوی.
فساد کېدای شی په لویه یا کوچنۍ کچه ترسره شی.
په لویه کچه: فساد په لویه کچه په دولتی ادارو او همدارنګه په شخصی ادارو کې په هغو برخو کې ترسره کېږی، چېرته چې پالیسۍ، اجرائیوی پرېکړې او قوانین جوړیږی. په دې کچه کې په لویه کچه روپۍ ښکته پورته کېږی او دې کچې ته سیاسی فساد هم ویل کېږی، هلته چې سیاسی غونډې، سیاسی پروسې او سیاسی ډلې د روپو په منفی اغېزو سره جوړیږی او پرمختګ کوی.
په کوچنۍ کچه: په دې برخه کې معمولاً د دولتی ادارو کاروونکو او عامه خلکو ورځنۍ لیدنې او کتنې راټولولی شو. داسې چې هغه دولتی ادارې چې شته او جوړ شوی قوانین او پالیسۍ پلی کوی، هغوی د عامو خلکو څخه د روپو اخیستو په بدله کې خدمتونه وړاندې کوی او د خپلو ورسپارل شوو دندو څخه ناوړه ګټه پورته کوی.
د بېلګې په ډول: د ټکسی موټر چلوونکی د ترافیکو قوانینو خلاف کړنه ترسره کوی، د دې پر ځای چې د ترافیکو پولیس یاد موټر چلوونکی قانونی جریمه کړی، د لږو پیسو په مقابل کې چې د ټکسی موټر چلوونکی څخه یې ترلاسه کوی، نوموړی پرېږدی او په دې توګه شته او جوړ شوی قانون ماتېږی او هره ورځ په ورته برخو کې بډې او رشوت ښکته پورته کېږی کوم چې د جوړ شوو قوانینو پر وړاندې خنډونه جوړوی او د پلی کېدو اغېزې یې تر پوښتنې لاندې راولی.
مونږ په آسانه توګه نه شو ویلای چې د فساد کوچنۍ کچه په کوم ځای کې ختمیږی او یا د فساد لویه کچه په کوم ځای کې پیل کېږی. دا ځکه چې په سیاسی فساد کې ډېر وخت سیاسی ډلې د خلکو عامه رایې په پیسو اخلی او د خپلې خوښې څوکۍ ترلاسه کوی او په دې ډول خپلې خوښې او ګټې ته په کتو وګړی په مختلفو برخو کې په دندو ګماری. کله چې په ټیټه برخه کې دولتی کارکوونکی خپلې بوختیاوې ترسره کوی هغوی اړ دی ترڅو د عامو خلکو څخه بډې ترلاسه کړی، ځکه په لوړه سطحه د هغوی سره د ترسره شوې هوکړې له مخې د هغوی له قانونی معاش څخه یوه یا څو برخې معاش (تنخوا) د هغوی له خوا چې دوی یې په دندو ګمارلی ترلاسه کېږی. په دې ډول عامو خلکو ته ډېره ستونزمنه ده ترڅو د فساد دغه کړۍ معلومې کړی او د فساد دا ځنځیر پرې کړی.
تقریباً ډېر څېړونکی په دې باور دی چې رسنۍ په ولسواکۍ، ښې حکومتولۍ، اقتصادی پرمختیا، او د فساد پر وړاندې په مبارزه کې ستر او ځانګړی رول لری. پر همدې بنسټ ویلی شو رسنۍ چې د معلوماتو شریکولو په برخه کې په پراخه کچه لوستونکی او اورېدونکی لری، کولای شی د فساد کچې په ښکته کولو کې ښه ونډه ولری.
بلخوا رسنۍ د فساد پر وړاندې د حکومت، اړینو ادارو او سوداګریزو بوختیاوو په اړه د معلوماتو ځانګړې لارې وړاندې کوی او په دې توګه عام خلک د دې جوګه کوی ترڅو اړوندې ادارې حساب ور کولو ته اړ باسی. یعنې په ټوله کې د فساد بدې پایلې او اغېزې بربنډوی او په اړه یې ټولنې ته د معلوماتو وړاندې کولو په برخه کې عامه پوهاوی زیاتوی. او زیاتره وخت هغه سیاسی ډلې چې په فساد کې ښکېلې وی، بربنډوی چې له یوې خوا سیاسی ډلې چې په فساد کې ښکېلې وی د سیاسی خطر له وېرې سره مخ کوی او له بلې خوا د ټولنې عامو وګړو ته دا زمینه برابروی ترڅو هغه ډلې او اشخاص چې په فساد کې ښکېل وی په راتلونکې کې د خپلو پاکو رایو څخه بې برخې او د خپلې ښې راتلونکې لپاره د فساد څخه پاک اشخاص د خپلې ټولنې خدمت ته په کار وګماری.
د اقتصادی همکارۍ او پراختیا سازمان د څېړنو پر بنسټ، رسنۍ د فساد پر وړاندې د عامه پوهاوی په برخه کې ځکه رغنده رول لری چې تر اوسه دوه سلنه د فساد اړوند اړینې او سترې پېښې د رسنیو د راپورونو پر بنسټ بربنډې شوی او خلک پرې خبر شوی دی.
دا چې رسنۍ د فساد په برخه کې د عامه پوهاوی لپاره کار ترسره کوی، د هغې ترڅنګ هغه پېښې چې له فساد سر ه مرسته کوی او یا د فساد اړوند پېښې وی، د هغې په اړه د راپورنو جوړولو او د یادو پېښو څېړلو په برخه کې هم دنده ترسره کوی.
د فساد پر وړاندې د رسنیو رول هغه وخت ډېر اغېزناک ثابتېدلی شی، کله چې رسنۍ په قانونی چوکاټ کې دننه خپل آزاد کار ته پرېښودل شی او د کومې ډلې تر منفی اغېزې لاندې نه وی. دا ځکه ډېری وخت رسنۍ هڅه کوی ترڅو د فساد اړوندې پېښې د خپلو راپورونو برخه وګرځوی، مګر د ځینو ځانګړو اشخاصو او ډلو د ګواښونو او ځورونو سره مخ کېږی تر دې چې د رسنیو یو شمېر کار کوونکو خپل ژوند هم پکې بایللی دی. او ښه بېلګه یې په مالتا هېواد کې د پاناما اسنادو مخکښه څېړونکې ژورنالېستې(Daphne Caruana Galizia ) ډپنی کاروانا ګالیزیا ده چې په ۲۰۱۷ کال کې په یوې بمی چاودنه کې ووژل شوه او د وژنې پړه یې یوازې د نوموړې فساد ضد کړنو اچول کېدای شی او بس، ځکه بل چا یې د وژنې پړه پر غاړه وانخیسته.[ii] د پاناما او یا هغه مواد چې له رسنیو سره د فساد اړوندو پېښو په څېړلو او خپرولو کې مرسته کوی، رسنیو ته د معلوماتو شریکولو قانون په خلاف په لاس نه ور کوی او پر وړاندې یې بېلابېلې ستونزې جوړوی. ترڅو د فساد بدې پېښې د عامو خلکو څخه پټې وساتل شی او په دې توګه د ټولنې یوه ځانګړې برخه د شوی فساد څخه ګټه پورته کوی او د عامو خلکو حق لوټوی.
ځینې وخت داسې هم شوی چې د رسنیو پر وړاندې خنډ نه وی چې رسنۍ دې د فساد اړوندو پېښو راپور کولو او بربنډولو په اړه وګواښل شی، مګر د رسنیو ځینې کار کوونکی په لوی لاس هغو کسانو ته چې په فساد کې لاس لری دا زمینه برابروی، ترڅو هغوی ته په مادی او یا نورو برخو کې د امتیازاتو منلو سره فساد ته لاره هواره کړی.
دلته ده چې د څېړنیز ژورنالېزم اړتیا پیدا کېږی او په دې برخه کې باید ټول هغه اصول او اخلاق چې د رسنیو کارکوونکو لپاره اړین بلل کېږی، د هغوی مقدسه دنده لا پرې ځلیږی او هېچا ته د څه منلو په بدله کې دا اجازه ور نه کړی ترڅو د فساد اړوند معلومات د پوښښ په برخه کې د خنډ سره مخ کړی.
د فساد څو بېلګې چې رسنیو بربنډې کړی:
لکه څنګه مو چې مخکې یادونه وکړه، رسنۍ د فساد اړوند پېښو رابرسېره کولو کې رغنده ونډه لری، مګر دا چې رسنۍ تر پخوا د ښو وسایلو او امکاناتو لرونکی دی، کولی شی د فساد ژورې پېښې هم په ښه توګه وڅېړی او رابرسېره یې کړی.
رسنۍ په ځانګړی توګه کولی شی د فساد کچې په راکمولو کې ښه ونډه ولری، دا ځکه چې د ترسره شویو څېړنو له مخې د نړۍ په کچه د فساد سترې پېښې د بېلګې په توګه د پاناما کاغذونه یا اسناد چې په ۲۰۱۷ میلادی کال اپریل میاشت کې د یوه څېړنیز راپور چې شاوخوا پنځه کاله پرې کار شوی ؤ، خپاره شول او د هغو لسو هېوادونو مشرانو او سیاسیونو پانګې او سرمایې یې چې په پاناما هېواد کې یې پټې ساتلې وې په نړیواله کچه رابرسېره کړې.[iii]
د فساد بله بېلګه په بنګله دیش هېواد کې داسې یادولی شو چې د کانډا هېواد اړوندې یوې عامه کمپنۍ( Niko Resources ) چې د تیلو او ګازو په برخه کې کار کوی، په ۲۰۰۵ میلادی کال کې یې د کېندنو په برخه کې په بنګله دېش کې فعالیت کولو. د نوموړی کال په جون میاشت کې د یاد هېواد (The Daily Star) ورځپاڼې د یادې کمپنۍ یوه مشر (Brian J Adolph) او د بنګله دیش هېواد د انرژۍ وزیر (Mosharraf Hossain) هغه برېښنا لیکونه (ایمیلونه) رسنیز کړل چې د دواړو ترمنځ تبادله شوی وو. په یادو لیکونو کې د یادې کمپنۍ یوه مشر له بنګله دیشی وزیر څخه د کمپنۍ د ادارې په استازیتوب ځانګړې مننه کړې وه، چې د یادې کمپنۍ سره یې په یاد هېواد کې مرسته کړې او په راتلونکې کې یې ورسره د لازیاتو مرستو کولو هیله هم څرګنده کړې وه. د لیک په یوه برخه کې دا هم راغلی وو چې د یادې کمپنۍ مشر بنګله دیشی وزیر ته د لوړې بیې د یوه موټر ډالۍ کولو او د هغې ترڅنګ بنګله دیشی وزیر ته د نیو یارک د سفر بلنه او د سفر د مصارفو پرېکولو وعده هم ورکړې وه. مګر وروسته ثابته شوه چې دا مننې او ډالۍ او د سفر بلنه د هغې پېښې په بدل کې وو چې د یادې کمپنۍ په یوه برخه کې چې د ګازو د پلټلو لپاره یې کېندنه ترسره کوله، ستره چاودنه ترسره شوې وه، ځایی اوسیدونکو ته یې ستونزې جوړې کړې وې او خلک یې پر وړاندې لاریونونو ته اړ شوی وو. د یادو لاریونونو تتولو او آرامولو په اړه د کاناډا هېواد اړوندې کمپنۍ مشر او د بنګله دېش هېواد د انرژۍ وزیر ترمنځ د ډالۍ او مننې اړخونه چې د عامو خلکو ستونزې یې لاپسې زیاتولی شوې د ((The Daily Star ورځپاڼې له لوری بربنډ شول.[iv]
په افغانستان کې چې د فساد کچه تر پخوا ډېره او په اړه یې په ملی او نړیواله کچه راپورونه مخې ته راځی، رسنۍ کولی شی د عامو وګړو، اړوندو ادارو او همدارنګه د نړیوالو مرستندویانو لپاره د فساد ټولې پېښې وڅېړی. خو هغه ستونزې چې د رسنیو مخه یې په دې برخه کې ډب کړې د مافیایی کړیو شتون دی چې د رسنیو کارکوونکی آزاد کار ته نه پرېږدی. او بله ستونزه چې د فساد اړوند پېښو څېړلو په برخه کې شتون لری، د رسنیو کار کوونکی د فساد برخې د راپور ورکولو په اړه د عملی او علمی تجربو له کمښت سره مخ دی. په همدې بنسټ اړینه ده ترڅو دولت د هغو مافیایی کړیو مخه ونیسی چې رسنۍ آزاد کار ته نه پرېږدی. او همدارنګه دولت باید د څېړنیز ژورنالېزم په برخه کې داسې بنسټونه رامنځ ته کړی چې کولای شی دولت سره د فساد اړوند پېښو په پیدا کولو کې مرسته وکړی، او د رسنیو ځوان قشر او بشری ځواک په پرمختګ کې د راتلونکې لپاره ګټور ثابت شی.
کله چې رسنۍ د فساد په اړه عامه پوهاوی زیات کړی، دا نه یوازې د فساد کچې په را ښکته کولو کې ونډه لرلی شی، بلکې د هغو دولتی او خصوصی ادارو سره هم د پالیسیو او قوانینو په جوړولو کې مرسته کولی شی، کومې چې غواړی د فساد تېرو تجربو ته په کتو د راتلونکې لپاره پلانونه جوړ کړی. هغه محصلان چې د اجتماعی علومو او په ځانګړې توګه د رسنیز کار په برخه کې زده کړې کوی هغوی باید د څېړنې او مونوګراف برخه د فساد پر وړاندې د رسنیو رول او ونډې ته ځانګړې کړی. په دې توګه لاسته راغلې پایلې کولای شی له یوې خوا د رسنیو کار کوونکی د فساد اړوندو پېښو په سمه توګه څېړلو، راپور کولو او خپرولو ته متوجه کړی او له بلې خوا د فساد مخنیوی په برخه کې ګمارل شویو اشخاصو او اړوندو ادارو سره د پالیسو او قوانینو جوړولو په برخه کې هم مرسته وکړی.
[i] https://www.transparency.org/what-is-corruption
[ii] https://www.theguardian.com/world/2017/oct/16/malta-car-bomb-kills-panama-papers-journalist
[iii] https://panamapapers.sueddeutsche.de/articles/57162ccca1bb8d3c3495bc5e/
[iv] https://www.oecd.org/corruption/anti-bribery/The-role-of-media-and-investigative-journalism-in-combating-corruption.pdf
گهیځ