کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کور او ښار جوړولو وزارت مسوولینو ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې ویلی، چې د دې وزارت له لوری هڅې روانې دی، څو خپلې ټولې نیمګړې پروژې بشپړې کړی.
د مسوولینو په وینا، یاد وزارت توانېدلی چې په ټولو ولایتونو کې د ساختمانی پروژو ښه څارنه او نظارت وکړی.
دوی دغه راز زیاته کړې، چې د کابل ښار په خوشحال خان مېنه کې د قطری استوګنیزی پروژې چارې دوام لری او تر دې دمه یې شاوخوا ۴۰ سلنه چارې بشپړې شوې دی.
د مسوولینو په وینا تېر یوه کال کې د مېوند بانک د ۱۲۸ ملکیتونو، د مرکزی پسته خانې د ۱۴ملکیتونو، د شکر درې ولسوالۍ د ښوونکو ښارګوټی د ۵ سوه کیلو واټه برېښنا د مسیر او ګڼو نورو پروژو د توپوګرافی سروې ګانې بشپړې کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ