د خېبر پښتونخواه په باجوړ کې د تېرې ورځې چاودنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر له ۵۰ څخه واوښت

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۹ مه نېټه):
د پاکستانی رسنیو د راپورونو له مخې تېره ورځ د خېبر پښتونخواه په باجوړ سیمه کې د یوې خونړۍ چاودنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر له ۵۰ تنو څخه اوښتی دی.
دغو رسنیو ویلی، چې یاده پېښه کې کم تر کمه ۲ سوه تنه نور ژوبل شوی دی.
پاکستانۍ رسنیو ویلی، دا چاودنه د مولانا فضل الرحمن تر مشرۍ لاندې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند د ځایی مشر په یوه غونډه کې شوې، چې د نوموړی مشر په ګډون یې ګڼ برخوال وژل شوی دی.
د راپورونو له مخې په غونډه کې د جمعیت علمای اسلام شاوخوا ۴ سوه تنو غړو ګډون درلود.
د ژغورنې ادارې د مسوولینو په خبره ټپیانو کې لا هم د ډېرو کسانو روغتیایی وضعیت نازک دی، چې ښایی له امله یې د وژل شویو کسانو پۀ شمېر کې زیاتوالی راشی.
افغان حکومت هم دغه پېښه په کلکو ټکو غندلې او پاکستانی لوری ته یې د تسلیت ویلی دی.
د افغان حکومت ویاند زیاته کړې، چې دا ډول جنایات په هېڅ ډول د توجې وړ نۀ دی.
د پېښې مسوولیت لا تر دې دمه چا پرغاړه نۀ دی اخیستی، خو د پاکستانی طـ.ـالـ.ـبانـ.ـو تحـ.ـیرک په کې خپل لاس لرل رد کړی دی.
دې وروستیو کې د پاکستان په ګڼ شمېر ښارونو او سیمو کې بریدونو او چاودنو بیا ځلې زور موندلی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.