قراقستان کې د افغانی تولیداتو نندارتون جوړېږی

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په قزاقستان کې د افغانی تولیداتو د نندارتون جوړولو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې د افغانستان او قزاقستان د خصوصی سکټورونو ترمنځ د هېواد د تولیداتو او سوداګریزو اړیکو د نندارتون د جوړولو په موخه د همغږۍ غونډه د دغه وزارت د سرپرست په مشرۍ جوړه شوې وه، چې په کې قزاقستان ته د افغانستان د سرپرست حکومت د پلاوی، د خصوصی سکټور د غړو د سفر په پلانونو، غړو ته د ویزو د ورکړې، د دواړو هېوادونو د مسوولینو او خصوصی سکټور د رسمی کتنو او یو شمېر نورو مسایلو او پرمختګونو په اړه خبرې وشوې.
ټاکل شوې چې د افغانستان او قزاقستان رسمی پلاوی او د دواړو هېوادونو د خصوصی سکټور ترمنځ د سوداګریزو اړیکو کنفرانس هم جوړ شی.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.