کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د طبیعی پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکو ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې ویلی، چې تېر کال یې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۲۵ زره ۲۹۳ هغو کورنیو ته د استوګنې کورونه جوړ او ترمیم کړی،.چې د زلزلې، سېلابونو او واورې ښویېدنې له امله یې کورونه ویجاړ شوی وو.
د یاد وزارت چارواکو دغه راز ویلی، چې تېر کال د طبعی پېښو له امله پر ۹۶۵ زره ۲۸۹ زیانمنو شویو کورنیو خوراکی، غیر خوراکی او نغدی مرستې هم وېشل شوې دی.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ