د لغمان په الینګار کې د څلورو کورنیو ترمنځ مرګونې دښمنی پای ته ورسېده

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۱۰ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغو څلورو کورنیو په خپلو منځونو کې له یو بل څخه لس تنه وژلی وو.
د خبر پر بنسټ، دغه ولایت کې د الینګار ولسوال ویلی، چې دوی د خپلو هڅو په پایله کې دغه روغه د الینګار اړوند کلمان دره کې کړې ده.
خبر زیاتوی، چې له دغو کورنیو څخه لومړی د مصطفی خان او عظیم خان کورنۍ وې،.چې د ۱۴ کاله دښمنۍ په جریان کې یې له یوه لوری ۵ تنه او له بل لوری ۲ تنه مړه شوی وو او ټپیان یې هم درلودل.
د خبر له مخې بله ډله بیا د ماموخان او خانوک کورنۍ وې، چې له ۱۵ کلونو دښمنۍ وروسته یې سوله سره وکړه، چې په دې ډله کې هم له یوه لوری دوه او له بل لوری یو تن وژل شوی و.
د یادونې وړ ده چې له دې مخکې هم د دغه ولایت په مختلفو ولسوالیو کې د ګن شمېر دښمنۍ لرونکو کورنیو ترمنځ سولې شوې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.