قطر ناسته کې سرپرست حکومت د بندیزونو لرې کېدو غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۱۰ مه نېټه):
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په دوحه کې د ناستې پرمهال د امریکا له استازی غوښتی، چې پر سرپرست حکومت دې لګېدلی بندیزونه لرې کړل شی.
د سرپرست حکومت ویاند ویلی، چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د امریکا له استازو سره په لیدنه کې همدارنګه له هغوی غوښتی چې د افغانستان په اقتصادی وده کې خنډ رامنځته نه کړی.
بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې په بشری مرستو، افغانستان ته د ازاد تګ – راتګ او افغانانو ته د نړۍ په هره برخه کې د کونسلی خدماتو رسېدل هم مهم موضوعات وو، چې بحث ورباندې وشو.
په دوحه کې د افغانستان په تړاو جوړه شوې غونډه چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په مشرۍ په‌ کې یو پلاوی او د افغانستان لپاره د امریکا استازی، توماس وېسټ او د بشر او ښځو حقونو په چارو کې د امریکا استازې رینا امیری حضور درلود، چې پرون ورځ پای ته ورسېده.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.