قزاقستان د افغانستان له لارې پاکستان سره د سوداګرۍ غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۱۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې قزاقستان ویلی، غواړی چې له افغانستان سره د سوداګرییزو اړیکو په پراخولو د افغانستان له لارې له پاکستان سره هم سوداګری راکړه – ورکړه وکړی.
د قزاقستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر قناعت تومیاش پرون ویلی، د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا به مرسته وکړی، چې د دوی لپاره د پاکستان بازارونو ته د ټرانسپورټ او لوژستیک لارې پرانیستل شی.
د منځنۍ آسیا هېوادونه سره له دې چې د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت نه پېژنی، خو له افغانستان سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې د همکارۍ د پراختیا هڅه کوی.
په وروستیو ورځو کې د ازبکستان، پاکستان او افغان چارواکو د ازبکستان او پاکستان د ریل لارو د نښلېدو لپاره په افغانستان کې د ریل لارې د جوړېدو په اړه هم موافقه وکړله.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.