د سر مقالې لیکنې اړینې ځانګړنې
لیکوال: ډاکټر مسکین علی حجازی
ژباړن: امیرجان وحید احمدزی
د سرمقاله لیکنې د عملی کار پر مهال تر ټولو لومړی دې ته پام پکار دی چې سر مقاله لیکونکی یا مدیر ته د ورځپاڼې سرلیکنه تر ټولو زیات ارزښت لری. د سر لیکنې په کرښو کې چې نوموړی کوم فکر څرګندوی هغه د ورځپاڼې فکر ګڼل کېږی او د هغه د لېکنې پر بنسټ د سرلېکنې هر مخ د ورځپاڼې روح ګڼل کېږی.
سرلیکنه د ورځپاڼې د ټولو لوستونکو ترجمانه وی. د سر مقاله لیکونکی فکر، تجویز، او تبصره د هېواد پر سیاست او د ژوند پر نورو برخو ژور اغېز پرېباسی. هغه د خلکو د غوښتنو او آرمانونو د ترجمانی کولو سره سره د خلکو او لوستونکو فکرونه هم روښانه کوی. یعنې د هغه له لیکنې لوستونکی د لارښوونې هیله کوی. سرمقاله لیکونکی ښایی د خپلو دندو د ښه ترسره کولو لپاره دغه ځانګړنې ولری.
- په ژبه او بیان برلاسی:
یو وخت د مدیر څرګنده ځانګړنه دا ګڼل کېده چې د بیان انداز یې ښکلی او په رسا غږ وی. د لیکنې روانی او د طرز پیاوړتیا لوستونکی له ځان سره بیایی. په پخوانیو سرلیکنو کې د ذهن پرځای جذبو ته ډېر پام کېده او سر مقاله لیکونکی د خپل بریالیتوب لپاره په ژبه د برلاسی او بیان د انداز د راښکون منندوی ؤ.
په اوسنیو سرلیکنو کې مسجع او مقفی کلیمې نه کارول کېږی او د احساساتو را پارولو لپاره رنګینی د وینا جوهر نه ګڼل کېږی له دې سره پر دلایلو و لاړو فکرونو د اغېزمن او سم څرګندولو لپاره هم په ژبه او بیان بشپړ برلاسی اړین دی. په نویو سرلیکنو کې د ژبې خوند نه وی. خو د سرلیکنو د فکری، معلوماتی، استدلالی اغېزمنتیا او معقولیت لپاره د ژبې روانی، د کلیمو سم انتخاب، د هغو پر ځای کارول او سم تړاو نن هم ډېر اړین دی. سر مقاله لیکونکی باید په ښه توګه د خپل دریځ او فکر د وړاندې کولو لپاره، په ژبه ښه پوه وی څو خپل فکر په روښانه توګه سم څرګند کړای شی.
- منطقی ذهن:
پخوانیو سر مقاله لیکونکو منطق او استدلال ته ډېر پام نه کاوه، مګر نن هره خبره د حقایقو په رڼا کې له دلایلو سره کېږی. نننی لوستونکی پېښې د جذبو پر ځای د عقل او استدلال پر معیار تلی، د هغوی د اغېزمنولو یا عمل ته د تیارولو لپاره اړینه ده چې هره خبره د منطقی اصولو له مخې وشی. زوروره او هنګامه جوړوونکې لیکنه نن هم د لوستونکو جذبې راپارولی شی، هغوی د وخت په څېر له خپل ځان سره بیایی. لیکنه هرې مسلې ته د حقایقو په رڼا کې کتل او د عقل او شعور په مرسته پرېکړه کول دی. د نوی پېر د انسان په موخه دا اړینه ده چې هغه د منطق او معقولیت پر بنسټ ولاړه وی. د ډېرو لوستونکو د اغېزمنولو لپاره اړینه ده چې سرمقاله لیکونکی منطقی فکر ولری او د سرلیکنې د اغېزمنتیا لپاره د خپل دریځ په حق کې معقول او پاخه دلایل وړاندې کړای شی څو د هغه لوستونکی په راتلونکی کې د ضد او مخالف نظرونو د لوستلو تر اغېز لاندې رانشی.
- د خلکو له روان څخه خبرتیا:
د نښلوونکو او لېږدوونکو وسایلو د پرمختګ له برکته په لږ وخت کې ګڼو خلکو ته لاس رسی ډېر آسانه شوی دی.
پروپاګند او خپرونو د ېوې ناچاره(ناګزیرې) اړتیا او مستقل مسلک بڼه خپله کړې. بېلابېل سیال ځواکونه په بېلابېلو رسنیو کې د عام ابلاغ په چارو بوخت دی او ټول په دې هڅه کې دی چې ډېر اورېدونکی، کتونکی او لوستونکی د ځان ملګری کړی. لیکن دا مهال خلک د ډېرې بوختیا له امله ټولو رسنیو ته پام نشی کولی ځکه نو هغوی د ټولو له منځه تر ټولو په زړه پورې رسنۍ خوښوی. هغه رسنۍ چې د دوی له اړتیا او حالت سره همغږی وی.
په دې حالاتو کې دا ډېره اړینه ده چې سر مقاله لیکونکی د خلکو روان په ښه توګه وپېژنی. نن سبا د خلکو ارواپوهنې هم حیرانوونکی پرمختګ کړی او ارواپوهانو داسې ساینسی لارې ټاکلی چې د هغو په مرسته د لوستونکو ذهن ډېر ښه اغېزمن کېدلی شی د نظریاتی کشمکش په نننی پېر کې یوه بریالی سرمقاله لیکوال ته ښایی چې د خلکو پر روان د ښه پوهېدو ترڅنګ پردې هم پوه شی چې په ځانګړو حالتونو او وختونو کې به د بېلا بېلو خلکو ذهنی غبرګون څه وی؟ په بېلا بېلو حالتونو کې انسانی ذهن څه وړ کار کوی؟ کوم حالات په اغېزمن ابلاغ کې مرسته کوی او پر ذهن د تلپاتې اغېز لرلو لپاره په بېلا بېلو حالاتو کې کومې لارې ګټورې وی؟
یو ښه سرمقاله لیکوال ته د دې معلومول هم پکار دی چې په کومو حالاتو کې کوم ډول روانی خنډونه د اغېزمن ابلاغ په لاره کې موجود وی. هغه څنګه لېرې کېدلی شی او د هغو د شتون پرمهال د پیغام د اغېزمنتیا لپاره کومې لارې غوره کېدلی شی.
- د غور او فکر وړتیا:
د سرمقاله لیکونکی دنده د حالاتو او پېښو تشریح او توضیح او په بېلابېلو مسایلو کې لوستونکو ته د فکر کولو تر بلنې پورې محدوده نه ده، په ژوند کې ډېرې داسې لوړې او ژورې شته چې له هغو څخه د تېرېدو تر څنګ سرمقاله لیکونکی د لوستونکو لارښوونه هم کوی لیکن نوموړی د ښه فکر، غړېدلو سترګو او حساس زړه د لرلو پر مهال د لارښوونې دنده سمه ترسره کولی شی. د دې لپاره اړینه ده چې نوموړی حالاتو او پېښو ته برسېرن و نه ګوری د هغو تل ته ورښکته شی. د خالص او ناخالص توپیر وکړای شی او په پټو سترګو د هر څه د منلو پر ځای له خپل فکر او پوهې کار واخلی. دغه مهال د نوموړی په سرلیکنو کې راښکون، اغېز او ارزښت پېدا کېږی. تل د نورو د فکر او نظر له مخې د پېښو منل او په خپله فکر او غور نه کول د سرمقاله لیکونکی تر ټولو لویه نیمګړتیا ده.
- د لارښوونې جذبه:
د یوه سرمقاله لیکوال لپاره یواځې د نظر رسول او په هره موضوع غور او فکر کول کافی نه دی. نوموړی ته دا هم ښایی چې غور او فکر نه د کار اخېستلو تر څنګ د حقایقو تل ته ځان و رسوی او د پېښو په راز د پوهېدو هڅه وکړی، نوموړی باید دا وړتیا هم ولری چې د عقل او پوهې په رڼا د نورو ذهنونه روښانه کړی. یواځې پر حالاتو د تبصرې کولو پر ځای ښایی چې د زړه پر وینو د فکر ډیوه روښانه کړی او په تیارو کې تیندک خوړونکو ته د خپل فکر د څراغونو په رڼا لاره وښیی.
- متوازن شخصیت:
پر بېلا بېلو مسایلو، فکری ښوونځیو او د حکومت پرپالیسیو د تبصرو او نظر څرګندولو پر مهال سرمقاله لیکوال باید د یو منصف او درېیم ګړی حیثیت ولری. د هغه تبصرې او پرېکړې اوږد مهالې پایلې لری د هغه نظر یواځې د یوه شخص نه، بلکې د یوې ادارې او عوامو نظر ګڼل کېږی که سرمقاله لیکوال توند خویه وی نوموړی د خلکو د غوښتنو په پېژندلو او په سمه توګه د عامه نظر په ژباړنه کې ناکامېږی. توند خویی هېڅکله هم مناسبه نه ده. د دې له امله ځینې وختونه داسې ستونزې پېدا کېږی چې سمول او اوارول یې ناشونی وی.
ځینې وختونه دا هم لیدل کېږی چې سرمقاله لیکوال په کومه ځانګړې پېښه، د کوم غیر مهم کس د بیان یا د کوم لوستونکی د راغلی لیک او خپرېدلو پر مهال خپلې جذبې نه شی کنټرولولی او د پېښې د ارزښت یا ډول له پېژندلو پرته په تونده او تیزه لهجه سرلیکنه لیکی. لیکن د هغې له خپرولو وروسته معلومېږی چې خبر، بیان یا راغلی لیک هېڅ حقیقت نه درلود. له دغه ډول لیکنو څخه یواځې سرلیکنې نه، بلکې د سر لیکنې ټول مخ ته زیان اوړی. سر مقاله لیکوال ډېر ځله له څو لورو تر فشار لاندې راځی. ورځپاڼه(یا د ورځپاڼې د ګوندی کېدو په حالت کې د ګوند) د پالیسی خیال ساتل کېږی، له دې سره سره دا هم اړینه ده چې سرلیکنه د ژورنالېزم لوړې موخې زیانمنې نه کړی. پر دې د بېلا بېلو ډلو او طبقو له لوری هم ټینګار کېږی. لکه د مزدورانو او مزد ورکوونکو ترمنځ د جنجال په صورت کې مزدوران یا د هغوی ټولنې غواړی چې سر مقاله لیکونکی باید د دوی د دریځ ملاتړ وکړی، مزد ورکوونکی ورځپاڼې ته اعلان هم ورکوی نو د هغوی ټینګار نور هم زیاتېږی. نو په دغه حالت کې سر مقاله لیکوال باید داسې څه وکړی چې نه له اصولو سرغړونه وشی او نه اړوندې ډلې قهرجنې کړی. د دې لپاره سړې سینې او دماغ، متوازن شخصیت، اخلاق، زغم او پر ژبه او بیان د برلاسی (قدرت) لرلو اړتیا ده.
سرمقاله لیکوال ښایی پر یوه موضوع تر لیکلو د مخه د هغې په ټولو خواوو ځان ښه پوه کړی. نوموړی باید دومره متوازن، پوه او لرڅاری وی چې د یوې پېښې اړوند د تجویز، تبصرې او نظر ورکولو پر مهال بیړه ونه کړی او نه هم د خپلو عواطفو تر اغېز لاندې راشی، بلکې د موضوع د ډول او ارزښت له مخې پر هغه ښه غور او فکر وروسته نظر ورکړی. نوموړی باید د خپلې دندې او مسؤولیت له مخې کله هم د پوهې، پت او متانت لمن پرېنږدې. نوموړی باید تل حقیقت او رښتیا څرګند او روښانه ولیکی. د سرمقاله لیکوال په ملاتړ او مخالفت دواړو کې اغېز وی ځکه نو د نوموړی تأئید او مخالفت دواړو ته په ارزښتناکه سترګه کتل کېږی او خلک د هغه د لایل د سند په توګه وړاندې کوی.
د دې مطلب دادی چې اعتدال، زغم او حقیقت خوښونه د سرمقاله لیکنې ځانګړنې دی.
- د پرېکړې ځواک:
سرمقاله لیکوال یو داسې قاضی دی چې د هغه په عدالت کې استغاثې(شکایت کولو) او د تزکیې لپاره وکیل نه وړاندې کېږی ځکه نو نوموړی د دواړو لورو د دلایلو له اورېدلو پرته یواځې د خپلو څېړنو او تجزیې پرمټ پرېکړه کوی. له همدې امله نوموړی ټول حقایق او قانونی جواز هم په خپله برابروی. له دې سربېره د یوه قاضی پرېکړه د ټول ولس پر برخلیک اغېزه لری. ځکه نو ښایی سرمقاله لیکوال د پرېکړې پیاوړی ځواک او وړتیا ولری. سرمقاله لیکوال ته ښایی چې د یوې پېښې په اړه د تبصرې پر وخت د نوموړی ذهن روښانه وی. د سرلیکنې له پیل د مخه د نوموړی په ذهن کې د سرمقالې بشپړه خاکه موجوده وی. او دا ورته معلومه وی چې د مسلې په کومو خواوو له کومې زاویې څخه د نظر تر څرګندولو وروسته څه ډول پرېکړې ته ورسېږی.
د سرمقاله لیکوال د تمیز ځواک هم د سرلیکنې په معنویت او ارزښت ژور اغېز پرېباسی. د دې لپاره اړینه ده چې نوموړی هره ورځ د پېښو دپرتلیز ارزښت له مخې پرېکړې وکړی چې کومه مسئله یا خبر د سرلیکنې یا شذرات (د سرمقالې یوه وړه برخه) موضوعات وټاکی، له دې پرته په سرلیکنه او شذرات کې وزن نه پېدا کېږی، نه یې څوک په مینه لولی، د موضوع انتخاب، د هغې په اړه د یو ځانګړی نظر څرګندولو پرېکړه، د دلایلو ډول او د لیکنې انداز د دې ټولو په اړه سمه او ژر پرېکړه اړینه ده.
- پراخه مطالعه:
د ورځپاڼو په دفترونو کې د بېلا بېلو موضوعاتو اړوند کتابونه او نور اړین مواد وی. لیکن که د سرلیکنې لیکوال یواځې په کتابونو انحصار وکړی (یعنې سرلیکنه یې یواځې تر کتابونو محدوده وی) او موضوع ته ژور پام ونه کړی. نو سرلیکنه به یې اغېزمنه او زړه راښکونکې نشی. د غیر ضروری معلوماتو، عددونو او شمېرو لرونکې سرلیکنې لوستونکو ته په زړه پورې نه وی. سرمقاله لیکوال باید یواځې له معلوماتو، عددونو او شمېرو سره بلد نه، بلکې د هغو د پر ځای کارولو وړتیا هم ولری. د دې لپاره پراخه مطالعه او د بحث وړ موضوع پر لاملونو او رازونو پوهېدل اړین دی. یعنې سرمقاله لیکوال باید عددونه او شمېرې پر لوستونکو د رعب اچولو لپاره نه، بلکې د دلایلو او نظر د کره والی او وزن لپاره وکاروی که د مطالعې او پوهې باوجود بیا هم کوم وخت له سرمقاله لیکونکی عددونه، کوم نوم یا نورې خبرې هېرې شی نو معلوماتی کتابونه دې ورپسې و لټوی.
سرمقاله لیکوال ته له دې امله هم پراخه مطالعه او څېړنه اړینه ده چې هغه د ژوند په مختلفو مسلو خپل نظر څرګندوی تر هغو چې سرمقاله لیکوال د یوې موضوع اړوند روښانه او سم معلومات ونه لری نو اغېزمنه سرلیکنه نه شی لیکلی، په دې کې شک نشته چې یو تن په هر څه نه شی پوهېدلی خو بیا هم یوه ښه سرمقاله لیکوال ته ښایی چې د ټولو علومو او مسلکونو څه ناڅه مطالعه ولری.
- رپورټر کېدل پکار دی:
سر مقاله لیکوال ته پکار دی چې د یوه ښه رپورټر ټولې مهمې ځانګړنې ولری. سرمقاله لیکونکی د رپورټر په څېر په ورځپاڼو یا خپل چاپیریال کې د سرلیکنې موضوع لټوی. د خبرونو په څېر سرلیکنه هم باید نوې وی.سر مقاله لیکوال حقایق، پېښې او معلومات تر پلټنې، غور او شننې وروسته په یوه اغېزمنه بڼه وړاندې کوی. په بله وینا: سرمقاله لیکنه درې پړاوونه لری. د موضوع پلټنه، غور، فکر او لیکل لنډه دا چې په لومړیو پړاو کې د سرمقاله لیکوال کار له رپورټر څخه توپیر لری. نوموړی پېښې او حقایق تجزیه کوی غور او فکر پرې کوی او په پای کې خپله پرېکړه اوروی او لوستونکو ته لارښوونه کوی.
- له ولسونو او مهمو خلکو سره بلدتیا:
سرمقاله لیکوال باید د بېلابېلو هېوادونو له حالاتو او مهمو شخصیتونو سره بلد وی. د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو او سیمو له کلتور، دود، سیاسی او اقتصادی حالاتو او مهمو کسانو سره له بلدتیا سربېره د خپل هېواد له مهمو کسانو سره وپېژنی او د هغوی له سیاسی افکارو او نظریاتو هم خبر وی ځکه که سرمقاله لیکوال ته د سرلېکنې د لیکلو پر مهال د یو هېواد، ولس یا شخص کلتوری، دودیز، جغرافیایی، سیاسی او اخلاقی شالید ښه معلوم وی، نو نوموړی د دغو معلوماتو په رڼا کې سم فکر او پرېکړه کولی شی. چې د دغه وړ سرمقاله لیکوال په سر لیکنه، فکر او پرېکړه کې د تېروتلو شونتیا ډېره لږه وی.
- انسانی خواخوږی:
د انسانی خواخوږی د لرلو او غور کولو پرمهال سم فکر رامنځته کېدلی شی. د انسانی خواخوږی مطلب دا نه دی چې سرمقاله لیکوال د کومې پېښې، وګړی یا ډلې حالاتو اغېزمن شی. په ځان کې د خواخوږی عواطف ناببره راڅرګند کړی یا په عاطفه کې هومره لاهو شی چې په خپلو خبرو کې کاواکه شی، د دې برعکس له انسانی خواخوږی څخه د جوش او جذبې پر ځای د انسانانو د هوساینې او سوکالۍ په اړه فکر مراد دی، دغه وړ انسانی فکر وکړی په سمو لارو روان وی او د ستونزو په سم اواری کې ورسره مرسته کوی. په زړه کې د انسانی خواخوږی د لرلو له امله سر مقاله لیکوال د ژوند په تیارو لارو کې د نویو فکرونو او پرله پسې کړنو څراغ روښانوی او د نوموړی لیکنه تېروتونکو ته سمه لاره ورښیی.
- د خلکو د حقوقو لپاره جهاد:
سرمقاله لیکونکی تل د نورو د حقونو لپاره جهاد کوی. هر ژمن سر مقاله لیکوال د تېری کوونکو پر وړاندې هڅه خپله دنده ګڼی. نو موړی د بې وزله، مظلومو او وروسته پاتې طبقو غږ پورته کوی او د هغو د حقوقو د ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې کوی، د هغوی دا جګړه د حکومت او هغو خلکو په وړاندې کېدای شی چې د نورو په حقوقو خېټې اچوی. لیکن سرمقاله لیکوال باید په دې پوه وی چې نن هر طبقه په نورو د ځان لوړ ګڼلو په هڅه کې ده. هره طبقه غواړی چې له قومی مسایلو ځانته ډېره ګټه وکړی. د دې لپاره هر څوک تاسو ته ځان د ټولنې تر ټولو مهم او مظلومه ګڼی او ډېرې غوښتنې لری. لنډه دا چې هر وګړی او طبقه د خپلو غوښتنو د روا والی په برخه کې ډېر دلایل وړاندې کوی. ښکاره ده چې دغه مهال سرمقاله لیکوال د هرې طبقې هره غوښتنه روا او هره طبقه ډېره مظلومه او محرومه نشی ګڼلی. د ټولنې ستونزې او مسایل هغه مهال اوارېدلی شی چې د ټولنې وګړی د هغو د اواری لپاره په ټولنیزه ډول د اخلاص او نېک نیتی له مخې هڅه وکړی. خو بیا هم په هره ټولنه کې ځېنې طبقې له نورو ډېرې محرومې او وروسته پاتې وی. هغوی خپلو حقونو ته د رسېدو لپاره د سرمقاله لیکونکی له مهمو دندو څخه ده.
لیکن دا ټول هغه وخت شونی دی کله چې سر مقاله لیکونکی د ټولنې د ټولو طبقو او افرادو له حقونو او دندو سم خبر وی. نوموړی ته دا معلومه وی چې حکومت پر خلکو او خلک پر حکومت کوم حقونه لری؟ د یوې طبقې حق او د یوې ډلې مسؤولیت څه دی؟
د حکومت او خلکو د رښتینو حقونو او دندو له خبرتیا سربېره سرمقاله لیکوال باید د بېلا بېلو ډلو له حالاتو، مسایلو، ستونزو او محرومیتونو یا د هغوی تر لاسه شویو حقونو څخه هم خبر وی او د هغه په اړه خپله یو موزون او مناسب نظر ولری. کله چې نوموړی د چا د حق غږ پورته کوی یا پر چا نیوکه کوی نو د نوموړی خپل فکر او نظر باید د سرمقاله لیکوال لارښوونه وکړی. هغه فکر چې نوموړی یې له غور وروسته د خلکو د حقونو او دندو اړوند لری.
- د پنځونې وړتیا:
سره له دې چې سرمقاله لیکوال ځانی او جوړې شوې کیسې نه بیانوی، لیکن د لیکنې د راښکون او اغېزمنتیا لپاره د تخلیقی وړتیا او شتون اړین دی. په ځانګړې توګه د جګړې په ورځو او بیړنیو (هنګامی) حالاتو کې کله چې په سرلیکنو کې جذباتی رنګ غالب وی د عامه فکرونو په هڅولو سره ټول ولس د یوه تن په توګه سره یو کېږی، نو دغه مهال د سرمقاله لیکوال تخلیقی وړتیاوې ځانګړې مرسته کوی په اصل کې دا یوه داسې ځانګړنه ده چې په عامو حالاتو کې هم د سرلیکنو کې د تسلسل او تړاو پېدا کولو ترڅنګ هغه په زړه پورې کوی هم. لیکنې د تخلیقی وړتیا له برکته روښانه کېږی د مولانا الطاف حسین حالی په نظر تخلیقی وړتیا یوه فطری ښېګڼه ده او ډېر لږ خلک دا ښېګڼه لری. تخلیقی وړتیا یواځې په کسبی ډول نه تر لاسه کېږی. د سرمقاله لیکوال د پنځونې وړتیا چې څومره زیاته وی نو نوموړی هومره په آسانۍ سره لیکنه په زړه پورې کولی شی. دارنګه د زیار او منطقی تفکر په مرسته هم لیکوال بریالی کېدلی شی. لیکن د تخلیقی وړتیا کموالی ګام پر ګام هغه ته ستونزې پېدا کوی او ډېر کله نوموړی د ښې لیکنې په لیکلو کې پاتې راځی.
- له ټولنیزو حالاتو سره بلدتیا:
سرمقاله لیکوال ته ښایی د خپلې یا هغې ټولنې چې ژوند په کې کوی د هغې له کلتور، دودونو او د خلکو له ګروهونو سره بلد وی ځکه نوموړی ځېنې مهال د یوه مصلح دنده هم ترسره کوی.د ناوړه دودونو، کرکې، تنګ نظری، د کمزورې عقېدې او داسې نورو بدګڼو په وړاندې جهاد کوی. په ډېره مېړانه د ټولنې د بې عدالتیو او ګډوډیو پر وړاندې د نیوکې تېغ چلوی. سرمقاله لیکوال یواځې په دې بسنه نه کوی نوموړی د ښو ارزښتونو او دودونو د خوندیتوب او دودولو هڅه هم اړینه ګڼی او تل د سمو هېلو او غوښتنو د غوړېدو او پوره کېدو په هڅه کې وی.
سرمقاله لیکوال ته د ټولنې له دودونو او د خلکو له عواطفو، احساساتو او غوښتنو څخه خبرېدل د دې لپاره اړین دی، څو نوموړی د بې خبری پرمهال داسې څه ونه لیکی چې د لوستونکو عواطف زیانمن کړی. ځکه دغه مهال ورځپاڼې ته هم زیان اوړی او لوستونکی له لاسه ورکوی او دا سم حالت نه دی.
- د ولسی غوښتنو احساس:
سرمقاله لیکوال باید تل ملی غوښتنو ته پام وکړی د دې غوښتنو کړۍ ډېره پراخه ده. له اقتصادی مسایلو واخله تر دفاعی چارو پورې ټولې په کې شاملې دی. پربهرنیو پالیسیو د تبصرې کولو پر مهال سرمقاله لیکوال باید دوست او دښمن ته پام وکړی او داسې څه ونه لیکی چې د هېواد د دښمانانو په ګټه وی. له احتیاط پرته د سرمقاله لیکوال لیکنې هېواد او ولس ته د زیان اوښتلو لامل کېږی.
- د ورځپاڼې له پالیسی خبرتیا:
نن سبا د سرلیکنې مخ ته د ورځپاڼې غږ او د هغې د پالیسی ښکارندوی ویل کېږی. په ورځپاڼه کې سرلیکنه مرکزی ارزښت لری په دې چې هغه د ټولې ورځپاڼې ترجمانه ګڼل کېږی. له دې امله ښایی سرلیکنه د ورځپاڼې له پالیسی سره برابره وی. سرمقاله لیکوال باید په دې پوه شی چې د ده ورځپاڼه چې له کومې ډلې یا فکری ښوونځی سره تړاو لری هغوی څه وړ نظر لری. د ټولنې د بېلا بېلو ډلو، فکری ښوونځیو، ادارو یا سیاسی او اقتصادی مسایلو اړوند د هغې پالیسی څه ده او هغه تر یوې ځانګړې مودې پورې پر بېلا بېلو موضوعاتو د څومره سرلیکنو لیکل غواړی.
د ورځپاڼې د پالیسی زیاته پیروی سره له دې چې د سرمقاله لیکوال آزادی محدودوی لیکن د تکړه ژورنالیست په توګه د یوې ورځپاڼې د لیکنو له ادارې سره د تړاو مطلب دا دی چې سرمقاله لیکونکی له کوم جبر او زور پرته د ورځپاڼې د پالیسی د وړاندې کولو مسؤولیت منی. که نوموړی کوم وخت داسې محسوس کړی یا دې پایلې ته ورسېږی چې د ورځپاڼې د پالیسی پیروی د هغه فکری سپېڅلتیا سره په ټکر کې ده نو نوموړی حق لری چې پرېکړه وکړی او له بلې یوې داسې ادارې سره یو ځای شی چې هلته د دغه ټکر اندېښنه نه وی. لیکن نن سبا ژورنالېزم د یوه صنعت او ژورنالیست د یوه فنکار بڼه غوره کړې. د دې لپاره پرپالیسی د څنګزنو (فرعی) اختلافونو پرمهال د پوهاوی د لارې اېستل ستونزمن نه وی.
- مسلکی لاس تېزی:
سرمقاله لیکوال ښایی ځېنې داسې ځانګړنې هم ولری چې د هغو د لاسته راوړلو لپاره پرله پسې مطالعه، تمرین او ریاضت اړین وی. په دې ځانګړنو کې د سرلیکنې له فن او اسلوب سره بلدتیا هم شامله ده. سرمقاله لیکوال ته په دې ښه پوهېدل پکار دی چې د سرلیکنې مناسب پیل څه ډول کېږی؟ تر بحث لاندې موضوع څه وخت روښانه کېږی؟ او نوموړی څه وخت او په کومو ټکو کې خپله پرېکړه وکړی؟ نن سبا په ورځپاڼو کې سرلیکنو ته یو ځانګړی ځای ټاکل شوی دی. سرمقاله لیکوال نوموړی ځایته په پام سره سرلیکنه او شذرات لیکی په لږو او مدللو ټکو کې د خپلو پټو ارمانونو څرګندول یو ستونزمن کار دی، د دې لپاره ډېر تمرین او ریاضت پکار دی په دې فن کې له مهارت پرته د سرمقاله لیکنې او د مخونو د تورولو تر منځ توپیر کول شونی نه دی.
د دې بحث پایله د “اې فرینک کنیډلن” په نظر داسې ده:
“د مدیر تر ټولو لویه ښېګڼه د هغه د پرېکړې متوازن او غیر جذباتی ځواک دی چې د نړۍ په پراخو تجربو ولاړ وی. له دې سربیره مدیر باید له هېوادنیو او نړۍ والو پېښو څخه په ښه توګه خبر وی. نوموړی باید د دې موخې په هکله ثابت دریځ ولری. ځکه نوموړی عامه فکر رامنځته کوی. ځکه نو نوموړی له څو خواوو تر فشار لاندې وی، ولې نوموړی باید له فشار، بډو او وېرې پرته خپل کار وکړی، د ژر پرېکړې وړتیا ولری، همدارنګه نوموړی باید رښتینی، د ښو اخلاقو لرونکی او روڼ ذهنه وی. نه د چا پلوی وکړی او نه هم د کوم ګوند ملاتړ په خپل نظر ټینګ ودرېږی او د نورو د نظر درناوی هم وکړی”
گهیځ