کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۱۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې، د کابل ښاروال په کابل کې د ترکیې سفارت د سوداګرۍ برخې له سلاکار ایمری انال سره په دغه ښار کې د پانګونې د پروژو په اړه خبرې کړی.
د راپور پر بنسټ په دې کتنه کې کابل ښاروال ویلی، چې د کابل او ترکیې د ښارونو ترمنځ باید معنوی اړیکې پیاوړې شی او د ښارونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا او له شته فرصتونو څخه په سمه توګه د استفادې لپاره باید په علمی او تخنیکی برخه کې دوه اړخیزې مرستې ترسره شی.
راپور زیاتوی، د ترکیې سفارت د سوداګرۍ برخې سلاکار ویلی، چې د کابل ښار د معیاری ودې او پراختیا په ځانګړی ډول د سوداګریزو بلاکونو د جوړولو په برخه کې به له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړی.
نوموړی له کابل ښاروال څخه غوښتنه کړې، چې د حضوری چمن ته څېرمه د بلاک جوړولو د پروژې قانونی ستونزې او برخلیک، چې په تېرو کلونو کې د کابل ښاروالۍ له خوا د ترکیې هېواد له یوه خصوصی سکتور سره هوکړه شوې وه او د ځینو لاملونو له امله یې د جوړولو چارې درېدلې دی، معلوم کړی څو یې د جوړولو چارې بیا ځلې پیل شی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ