کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۱۱ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په کابل کې د ازبکستان سفیر یادګار خواجه شادمانوف له ملی ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلی، چې د ازبکستان د لومړی وزیر د مرستیال په مشرۍ به یو جګپوړی پلاوی په راتلونکو ورځو کې تاشکند څخه کابل ته سفر وکړی.
د خبر پر بنسټ، نوموړی ویلی، که چېرې سرپرست حکومت د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته پاملرنه وکړی، د ازبکستان او نورو هېوادونو له لوری به په رسمیت وپېژندل شی.
په کابل کې د ازبکستان سفیر زیاتوی، چې په کابل کې د ازبکستان، قطر، ترکیې، چین، پاکستان، هند، ترکمنستان، قزاقستان او د اسلامی همکاریو د سازمان سفارتونه فعال دی او له دوی سره د سرپرست حکومت اړیکې مخ په پیاوړی کېدو دی.
د ټولګډونه حکومت جوړېدل، د بشری حقونو په ځانګړی ډول د ښځو حقونو خوندیتوب، د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد نه کارېدل هغه شرایط دی، چې نړۍ سرپرست حکومت سره د تعامل لپاره وړاندې کړی دی، خو سرپرست افغان حکومت بیا د دغو شرایطو د پوره کېدو ډاډ ورکړی او تینګار یې کړی، چې حکومت یې دغو ټولو مسایلو ته په پوره معنا متوجې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ