معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / سعودي عربستان له یمن سره ۱.۲ میلیارډه ډالره مرسته کوي

سعودي عربستان له یمن سره ۱.۲ میلیارډه ډالره مرسته کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۱۱ مه نېټه):
د سعودي عربستان یو چارواکي تېره ورځ خبري رسنيو ته ويلي، چې هېواد يې له یمن سره د ۱.۲ میلیارډو امريکايي ډالرو مرسته منظور کړې، چې دا به د يمن اقتصاد په خوځښت راولي، چې دمګړې له سخت کړکېچ سره مخ دی.
یو یمني مامور بیا ویلي، چې د سعودي ياده مرسته به د وارداتي خوراکي توکو او د برېښنا د تولید لپاره د تیلو په اخیستلو ولګوي او هم به د حکومتي کارکوونکو ته ترې معاشونه ورکړي.
د یمن اقتصاد د څو کلنې دوامدارې جګړې، د پيسو ارزښت د ټيټېدو او انفلاسیون له امله په ټپه ولاړ دی او د خلکو د ژوند د لومړنيو توکو او عامه خدماتو تضمین يې ستونزمن شوی دی.
د معلوماتو له مخې، د يمن دوه په درېیمه برخه نفوس بېوزله دی او د بشردوستۍ پر مرستو تکيه لري.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس