کابل ښاریان د هوا له ګرمېدو سره د برېښنا له پرچاوۍ سرونه ټکوی

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۱۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کابل یو شمېر ښاریان وایی، د هوا له تودېدو سره د برېښنا پرچاوی لا ډېره شوې، چې دوی ته یې سرخوږی جوړ کړی دی.
د راپور له مخې د یو شمېر کارخونو مسوولین وایی، د ورځې لهدڅلورو تر پنځو ځلونو د برېښنا تلو او راتلو یې کارونه ټکنی کړی دی.
د کابل ښار اوسېدونکی او صنعتکاران له برېښنا شرکت غواړی، چې د دوى ستونزو ته پاملرنه وکړی او د خلکو اړتیاوو ته په کتو دې منظمه برېښنا ووېشی.
د برېښنا شرکت مسوولینو هم د هوا له ګرمېدو سره د برېښنا پرچاوۍ ډېرښت منی، خو وایی هڅه کوی چې د برېښنا کمښت ستونزه په اساسی ډول هواره کړی.
د دوی په خبره حکومت په هڅه کې دی، چې د برېښنا کمښت ستونزه له داخلی سرچینو ختمه کړی.
افغانستان د خپلې اړتیا وړ ډېره برېښنا له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړی ډول له ازبکستان، تاجکستان او ایران څخه واردوی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.