پاکستانی پولیسو یو وار بیا په تازه اقدام کې ۷۲ تنه افغان کډوال نیولی

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۱۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې پاکستان کې د دغه هېواد پولیس اسلام‌ آباد کې د افغان کډوالو پر یوه مېشت ځای ورغلی او ۷۲ تنه یې ترې نیولی دی.
د راپور پر بنسټ د اسلام‌آباد پولیسو رسنیو سره خبرو کې ویلی، چې دغه کسانو لازم اسناد نه لرل، نو ځکه یې پرېکړه وکړه، چې دوی زندان ته ولېږدوی.
د راپورونه له مخې، نیول شوی کسان ټول هغه کډوال دی، چې له دوو کلونو راهیسې د امریکا په څېر هېوادونو ویزو ته په تمه دی.
دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان کې افغان کډوالو سره د پولیسو له‌ خوا ناوړه چلند کیږی، بلکې تر دې وړاندې هم د ورته ناوړه چلند د ترسره کېدو راپورونه ورکړل شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.