ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه په ختیځ زون کې خپل فعالیتونه پراخوی

ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې یوه پلاوی د هېواد د ختیځ زون په څلورو ولایتونو کې د خپلو فعالیتونو او خدمتونو د ګړندی کولو په موخه، دغو څلورو ولایتونو ته سفر وکړ او په اړونده ولایتونو کې یې د اطلاعاتو او کلتور له رئیسانو او اړونده چارواکو سره وکتل.
یاد پلاوی چې د ګهیځ ټولنې رئیس سردارمحمد دیندار خېل او د یادې ټولنې د اړیکو مسؤول احمد ضیاء رحیمزی پکې وو، په لومړی سر کې یې په لغمان ولایت کې ددغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ښاغلی اورنګ صمیم او د یاد ولایت د اطلاعاتو آمر ښاغلی عتیق الله قریشی سره وکتل، د ګهیځ ټولنې د فعالیتونو په اړه یې معلومات ورکړل او د هېواد د ختیځ زون په څلورو ولایتونو کې یې د ګهیځ ټولنې د فعالیتونو او ددې زون ژورنالیستانو ته د هغوی د ظرفیت لوړونې په موخه د لا زیاتو خدمتونو وړاندې کولو په اړه ورسره خبرې وکړې.
همدارنګه په ننګرهار ولایت کې د ګهیځ ټولنې پلاوی د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له رئیس ښاغلی رحیم الله خوګیاڼی، ددې ولایت د اطلاعاتو آمر ښاغلی شېر شاه همدرد او د فرهنګ آمر ښاغلی امر الله امید سره وکتل او د ګهیځ ټولنې د فعالیتونو په اړه یې ورته معلومات ورکړل. په مقابل کې د ننګرهار ولایت د اطلاعات او کلتور رئیس ښاغلی خوګیاڼی د ګهیځ ټولنې د تر سره شویو فعالیتونو ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې په ننګرهار ولایت کې به د هر فرهنګی او ژورنالیستیکی فعالیت سره مرسته وکړی تر څو دلته د مېشتو ژورنالیستانو او خبریالانو مسلکی سطحه پیاوړی شی.
تر ننګرهار وروسته د ګهیځ ټولنې پلاوی د ختیځ د ستر نابغه سید جمال الدین افغان ټاټوبی ته هم سفر وکړ او هلته یې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رئیس ښاغلی جنت ګل فدا او د اطلاعاتو آمر ښاغلی حشمت الله ژمن سره لیدنه وکړه.
پدې لیدنه کې هم د معمول مطابق د ګهیځ ټولنې پلاوی د یادې ټولنې کړنې او فعالیتونه دغو چارواکو ته شرحه کړل او په کونړ ولایت کې یې د ګهیځ ټولنې د هلو ځلو او فعالیتونو د پراختیا په هکله خپل پروګرام ورته تشریح کړ، په مقابل کې د کونړ ولایت دغه چارواکو، په داسې حال کې چې د ګهیځ ټولنې د فعالیتونو ستاینه یې وکړه، په کونړ ولایت کې د یادې ټولنې د فعالیتونو له غزیدا سره نه یوازې موافقه وکړه او ژمنه یې وکړه چې پدې لار کې به له ګهیځ ټولنې سره له همکارۍ ډډه نه کوی.
همدارنګه تر کونړ ولایت وروسته د ګهیځ ټولنې پلاوی د نورستان ولایت مرکز پارون ښار ته هم سفر وکړ او هلته یې هم د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رئیس ښاغلی فضل الحق خالقیار او ددې ریاست اړوند د ځوانانو چارو له آمر ښاغلی صبغت الله جنا، سره وکتل او د ګهیځ ټولنې د فعالیتونو او موخو په اړه یې ورسره خبرې وکړې او په ترڅ کې یې د نورستان ولایت ته د ګهیځ ټولنې له خوا د ژورنالیستیکی فعالیتونو د غزېدو په اړه یې خپل پلان ورسره شریک کړ. په مقابل کې د نورستان د اطلاعاتو او کلتور رئیس او د ځوانانو چارو آمر د ګهیځ ټولنې له فعالیتونو خوښې وښوده او هغه یې وستایل.
پدې ناسته کې د نورستان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ښاغلی خالقیار په نورستان ولایت کې د ګهیځ ټولنې له فعالیتونو سره همغږی وښوده او ډاډ یې ورکړ چې په یاد ولایت کې به د ګهیځ ټولنې له هر ډول رسنیز او ژورنالیستیک فعالیت سره د دوی له خوا لازمه همکاری وکړی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.