معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ملګري ملتونو روان زېږدیز کال کې تر اوسه ۶ میلیونه افغانانو سره نغدي مرسته کړې

ملګري ملتونو روان زېږدیز کال کې تر اوسه ۶ میلیونه افغانانو سره نغدي مرسته کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۱۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د خوړو نړیوال پروګرام ويلي، چې د روان ۲۰۲۳ زېږدیز کال له پیل راهیسې یې تر اوسه په افغانستان کې ۵.۷ میلیونو کسانو سره یا نغدې مرستې کړي او یا یې هم د کوپون له لارې هغوی ته د اړتیا وړ خوراکي توکي برابر کړي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام نن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې افغانانو سره دا مرستې د بېړنیو حالاتو لپاره د ملګرو ملتونو د سکتریت د بودیجې، د فرانسې د ډیپلوماټیکي ادارې او د جاپان د بهرنیو چارو وزارت د شویو مرستو څخه برابرې شوي دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د دې مرستو موخه مرستو ترلاسه کوونکو ته د توکو د اخیستلو په برخه کې د توکو پر اخیستلو کنټرول، د خوړو د مرستو کمېدل او د سیمه ییز اقتصاد پیاوړتیا سره مرسته ښودلې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس