کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۱۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پکتیا کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایی، چې د دوی تر چتر لاندې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له لورې د دې ولایت په څلورو ولسوالیو زرمت، مرکز ګردېز، احمد ابا او سیدکرم کې د خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژه پرانېستل شوه.
د خبر پر بنسټ، د دغې پروژې مسوولینو ویلی، چې د دې پروژې اساسی موخه خلکو ته د کاری زمینې برابرولو سربېره د بارانی اوبو او د ځمکې لاندې د اوبو سطحې ټیټوالی کنترول دی، څو اوبه په ښه ډول مدیریت او د بې ځایه ضایع کېدو څخه یې مخنیوی وشی.
د دغه ولایت کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د طبیعی سرچینو آمر ویلی، چې دغې پروژې پلې کېدو سره به څه د پاسه ۹ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شی.
د مسوولینو په وینا د خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژې په چوکاټ کې به ۵۹ کوچنۍ بېلابېلې ساختمانی پروژې هم پلې شی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ