کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۱۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې ترکی پولیسو ۵۵ تنه افغانان چې غوښتل یې د دغه هېواد له لارې نورو هېوادونو ته لاړ شی، نیولی دی.
د راپورونو له مخې، په نیول شویو کسانو کې اته نور یې د پاکستان او بنګلدېش اوسېدونکی دی، چې له ایران څخه په یوې لارۍ کې ترکیې ته ننوتی وو.
د ترکیې رسنیو د راپورونو له مخې نیول شوی پناه غوښتونکی د اماسیا ښار د کډوالۍ ادارې ته سپارل شوی، چې بېرته افغانستان ته ولېږدول شی.
ترکیه اروپا ته د افغان کډوالو د تګ یوه مهمه لار ده. ډېری دغه پناه غوښتونکی د ایران له لارې ترکیې ته ځی.
ورستیو میاشتو په اوږدو کې ترکیه د کډوالو په ځانګړې توګه د افغانانو نیونه او شړل زیات کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ