د ګډوالو وزیر له افغانانو سره د کېدونکو مرستو پر ناسم وېش نیوکه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۱۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر له افغانانو سره کېدونکو بشری مرستو کې پر لاسوهنې او له دغو مرستو نه پر ناوړه ګټه اخیستنې نیوکه کړې ده.
نوموړی په کابل کې یوې غونډه ته ویلی، ډېری مرستندوی بنسټونه پر افغانانو یوازې ۲۰ سلنه مرستې وېشی او ۸۰ سلنه دغه مرستې حیف ومیل کیږی.
د سرپرست حکومت دغه چارواکی ټینګار کوی چې د مرستندویو بنسټونو پر فعالیتونه څارنه کوی او اجازه نه ورکوی چې موسسې له سرپرست حکومت سره له همغږۍ پرته فعالیت وکړی. له دې سره هم‌مهاله په دې غونډه کې د ځینو ولایتونو ځایی مسوولین له نړۍوالو بنسټونو او پانګوالو غواړی چې د روغتیا، پوهنې او زده‌کړو په برخه کې خپلې مرستې زیاتې کړی. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست په داسې حال کې د مرستندویو بنسټونو د مرستې رسونې پر بهیر نیوکه کوی چې تر دې وړاندې هېوادوالو په وار وار ویلی چې بشری مرستې نه ورسېږی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.