مېدان وردګو کې د ۱۰۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادی دېوال د جوړېدو چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۱۶ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه استنادی دېوال چې ۳ زره ۶ سوه متره اوږدوالی لری، د مېدان وردګ مرکز مېدان ښار اړوند ده افغانانو سیمه کې د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست له لوری د ۱۰۶ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړیږی.
د خبر پر بنسټ، د پرانستې غونډې پرمهال د ولایت مرستیال والی ویلی، چې د دې استنادی دېوال په جوړېدو سره به زرګونه جریبه ځمکه د سېلاب څخه په امن شی.
د دوی په خبره هڅه کوی، چې د ولایت په کچه دې ته ورته لا زیاتې پروژې پلې کړی.
د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس په خبره د دې پروژې ۹۰ سلنه بودیجه د مالیې وزارت او ۱۰ سلنه د کلیوالی شوراګانو لخوا ورکول کیږی، چې چارې به یې د ۱۸ میاشتو په موده کې بشپړې شی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.