کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۱۶ مه نېټه):
د پاکستانی رسنیو د راپورونو له مخې پاکستان خپلې د کرکټ لوبډلې ته اجازه ورکړې، چې په نړیوال جام کې د ګډون په موخه هند ته لاړه شی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلی، چې پاکستان تل دا خبره منلې چې سپورت او سیاست باید جلا وساتل شی او د پاکستان او هند اړیکی باید د نړیوالو لوبو په لاره کې د خنډ لامل نه شی.
د کرکټ یو ورځنیو لوبو نړیوال جام سیالۍ دا ځل د هند په کوربه توب ترسره کیږی، چې د کرکټ نړیوالې شورا د مهالوېش له مخې به د اکتوبر پر پنځمه د هند په احمد اباد لوبغالی کې پیل او د نومبر تر ۱۹ نېټې به دوام وکړی.
پاکستان دغه پرېکړه په داسې حال کې کوی چې هند د اسیا کپ سیالیو لپاره پاکستان ته له تلو انکار کړی.
د پاکستان حکومت هم د خپلې لوبډلې د امنیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او هیله یې ښودلې، چې د دوی لوبډلې ته دې په هند کې بشپړ امنیتی خوندیتوب ورکړل شی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ