کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۱۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې اقتصاد وزارت تایید کړې، چې د وروستی یو کال پرمهال هېواد کې د نږدې ۲۲۰ مرستندویه بنسټونو فعالیتونه درول شوی دی.
د راپور پر بنسټ، د دغه وزارت چارواکو ویلی، چې د یادو بنسټونو فعالیتونه د اصولو د نه رعایت کولو په پار درول شوی دی.
بل خوا د اقتصاد وزارت مسلکی معین وایی، چې د دغو بنسټونو د فعالیتونو بندېدل دایمی نه دی، بلکې هغه مهال چې د دغو بنسټونو له لوری د اقتصاد وزارت شرایط پر ځای شی، خپل فعالیتونه به بېرته پیل کړی، خو دغه وزارت له مرستندویو موسسو سره پر همکارۍ او د اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار کوی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ