کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۱۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د مالیې وزارت ویلی، له هېواده بهر ته د تازه مېوو او سبزیجاتو د صادراتو لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې شوې دی.
د یاد وزارت ویاند ویلی، په بندرونو کې د سوداګریزې راکړې – ورکړې د زیاتوالی لپاره اسانتیاوې برابرې شوی او دمګړۍ د تورخم او سپین بولدک بندرونه په ۲۴ ساعته او ۱۶ ساعته ډول فعالیت کوی.
بل لور ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلی، چې په وروستیو څلورو میاشتو کې، پاکستان، هند، متحده عربی امارات، اتریش، کاناډا او امریکا ته د ۲۳ میلیونو ډالرو په ارزښت تازه مېوه صادره شوې ده.
په ورته وخت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایی، چې د تازه مېوو د صادراتو د زیاتېدو لپاره اړتیا ده، چې نور هوایی دهلېزونه فعال شی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ