افغانستان، ترهګری او د ګاونډی هېواد اندېښنې!

وروسته له هغې چې د کوزې پښتوخوا په باجوړ سیمه کې د یوې چاودنې له امله ګڼو خلکو ته مرګ- ژوبله واوښته، نو د ګاونډی هېواد واکمنو او په کور د ننه پر سیاسی بې ثباتۍ اخته سیاستوالو یې یو ځل بیا د تورونو د بوجۍ خوله خلاصه کړه او بیا یې د افغانستان پر لور د تهمت ګوته وخوځوله.
که څه هم په کوزه پښتونخواه کې تر دغه برید وروسته پر ولسی وګړو دغه برید تر ټولو وړاندې د افغانستان له لوری وغندل شو او خواشینی پرې وښودل شوه، خو برعکس د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د دې برید په تړاو په خپلو څرګندونو کې بیا هم تور پورې کړ، چې د دوی وسلوال مخالفین له افغانستان څخه په پاکستان کې بریدونه سمبالوی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو بیا په همدې تړاو لږ نور هم وړاندې لاړ او ویې ویل چې که افغان حکومت د پاکستان پر ضد له افغان خاورې د وسلوالو بریدونو مخنیوی و نه کړی، نو پاکستان په افغانستان کې دننه د عملیاتو د ترسره کولو حق لری. د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې مېرمن حنا ربانی هم له پاکستانی رسنیو سره په خبرو کې ورته نیوکې کړی.
تر دې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله هم په افغانستان کې دننه د بریدونو کولو ګواښونه کړی وو، چې هماغه مهال بیا د افغان حکومت دفاع وزیر پرې کلک غبرګون وښود.
پر اوسنیو تازه څرګندونو هم د افغانستان د حکومت ویاند غبرګون ښودلی او یو ځل بیا یې پر پاکستانی چارواکو غږ کړی، چې د خلکو د ذهنونو ګډ وډولو او په رسنیو کې د څرګندونو پرځای دې د افغانستان په اړه خپل تشویشونه د دوی له حکومتی مشرانو سره مخامخ شریکې کړی.
افغان حکومت دا هم ویلی، چې له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړی، خو زیاتوی‌ چې پاکستانی چارواکی او ویندویان دې هم بې بنسټه او پاروونکې څرګندونې نه کوی.
په اصولی توګه سم او قانونی کار هم همدا ده چې باید د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د بې باورۍ فضا موجوده نه وی، پر ځای د دې چې پر خپل ګاونډی باندې بدګمانه شی یا تور پورې کړی، په کار ده چې خپل دفاعی او استخباراتی سیسټم منظم او تنظیم کړی په خپل هېواد کې د امنیت د ټینګښت لپاره لاس په کار شی. زموږ خلک په فارسی ژبه کې یو ډېر ښه متل لری، چې وایی: ” مال خود را هوش کن، همسایه را دز مه گیر”، معنا دا چې پر ځای د دې چې همسایه باندې د غله ګومان وکړې، د خپل مال ساتنه وکړه!
افغانستان هغه هېواد دی چې تازه له جګړو وتلی او په جګړه ییزو مسایلو کې کافی تجربه هم لری خو د دې سره سره بیا یې هم د روان زېږدیز کال په اپرېل میاشت کې د افغانستان پر خاوره د پاکستانی پوځ جېټ الوتکو بریدونه وکړل، خوست او کونړ ولایتونو کې یې پر یو شمېر سیمو بمبارۍ وکړې، چې په کې شا او خوا ۵۰ ملکی وګړی ووژل شول، آن تر دې چې د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونسېف په دغه بمباردمان کې د ۲۰ تنو ماشومانو وژل کېدل هم تأیید کړل، خو افغان لوری بیا هم د نرمۍ لاره اختیار کړه او ترې ویې وغوښتل چې په خپل سر بریدونو پر ځای دې خپلې اندېښنې نیغ په نیغه له دوی سره شریکې کړی.
پدې لړ کې یوه پوښتنه دا هم ده چې آیا افغانستان یوازې له همدې پاکستان سره ګډه پوله لری او نور ګرد چاپېره هېوادونه هم شته؟ که وی، نو بیا ولې هلته په هغه ملکونو کې داسې بریدونه نه کېږی، چې تور یې پر افغانانو پورې شی؟
په دې هم سوچ په کار دی چې په افغانستان کې خو د بارودو کارخانې نشته او نه په کې د وسلو جوړولو کارخونې موجودې دی، جګړه هم دلته ختمه ده او ټول وګړی یې پرته له کومې لویې چاودنې خپل ورځنۍ ژوند پرمخ وړی.
د ترهګرۍ په تعریف کې نړیوال همدا وایی چې ترهګری پوله او سرحد نه لری، نو بیا ولې هماغه ترهګر چې دوی وایی، افغانستان کې دی، دلته تحرک نه لری؟
اوس خو د دواړو هېوادو تر منځ په ګډه پوله هم پوره بندیز لګېدلی او داسې هم نه ده چې بې بندوباره دې خلک د دواړو هېوادونو ترمنځ په آزاده راشه – درشه وکړی او پر پوله هم اغزن تارونه غزېدلی، ویزو باندې تګ او راتګ دی، نو بیا دا ترهګر څنګه او په کومه هغه ملک ته داخل شول؟
دا تورونه دومره بې ځایه دی چې آن تر دې وړاندې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان هم د افغانستان په اړه د خپل هېواد د چارواکو څرګندونې احمقانه بللې وې.
له دې ټولو داسې ښکاری چې په پاکستان کې یوه مخصوصه ډله او ځینې سیاستوال دی چې غواړی په هر ډول وی د افغانانو پر ضد خپله کینه را څرګنده کړی او پرافغانانو تور پورې کړی.
د پاکستان اوسنی چارواکی او سیاستوال باید یو ټکی په یاد ولری چې که دوی نور د افغانانو له بدنامولو او پر افغانانو د تور لګولو څخه لاس وانخلی، لا نور به هم خراب ځکه شی، ځکه دوی د خپل اصلی مدعی پر ځای به د مظلومو افغانانو په ځورونې پسې نښتی وی!
پاکستانی چارواکو ته په کار ده چې پر نورو د تور لګولو پرځای د خپل هېواد واګی او امنیتی سیسټم تنظیم کړی،ځکه طبیعی ده چې که هر ګاونډی پر بل بې باوره وی او پرته له معقولو اسنادو او دلایلو پرې ناسم تورونه ولګوی، له امله به یې ښې اړیکې هم زیانمنېدای شی.
ځکه نو په کار ده چې ګاونډی هېوادونه خپلې هر ډول اندېښنې او ستونزې د رسنیزه کولو پرځای د افهام او تفهیم له لارې حل کړی چې پدې سره به هم د بې باورۍ فضاء له منځه لاړه شی او هم به شته ستونزو ته په ښه توګه رسېدنه وشی.
په همدې هیله
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.