پاکستان کې په دوو بمی چاودنو کې نهه تنه وژل شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۱۷ مه نېټه):
د پاکستانی رسنیو د راپورونو له مخې پاکستانی پولیسو ویلی، په دوو جلا بمی چاودنو کې چې د دې هېواد په شمال لویدیځ او جنوب لویدیځ کې شوی، نهه تنه وژل شوی دی.
دغو رسنیو ته د پولیسو ځایی چارواکو ویلی، چې د سړک د غاړې د یو بم په چاودنه کې چې د بلوچستان ولایت د کیچ په ولسوالۍ کې وشوه، د سیمې یو سیاستوال د خپلو ۷ ملګرو سره پکې ووژل شو.
په سیمه کې د پولیسو مشر حیدر علی ویلی، چې وژل شوی سیاستوال اسحاق یعقوب نومېده او د بلوچستان عوامی ګوند غړی و.
د بلوچستان د دې چاودنې څخه څو ساعته وړاندې په شمالی وزیرستان کې یو ځانمرګی برید کوونکی چې چاودیدونکی مواد یې په موټر کې ځای پر ځای کړی و، هدف ته تر رسېدو وړاندې یې چاودنه کړې.
پولیسو ویلی په دې چاودنې کې یوه ښځه او خاوند چې تازه یې واده کړی و، وژل شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.