کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۱۸ مه نېټه):
د تخنیکی او مسلکی زده کړو ادارې مسوولین وایی، چې د دغې ادارې له ستراتیژیکو موخو سره سم، په تېر یوه کال کې ۸۶ زره ۲۱۱ زده کوونکی او محصلین په تعلیمی مرکزونو او حرفوی پروګرامونو کې شامل شوی دی.
د تخنیکی او مسلکی زده کړو ادارې مسوولینو د دغې ادارې د مهمو فعالیتونو او لاسته راوړنو یو کلن راپور او د روان کال پلانونه له رسنیو سره شریک کړل.
د تخنیکی او مسلکی زده کړو ادارې سرپرست ویلی، چې اوسمهال افغانستان د نورو برخو ترڅنګ، د کانونو د استخراج په برخه کې ماهر او مسلکی کسانو ته اړتیا لری، چې د هغو روزنه د تخنیکی او مسلکی زده کړو ادارې مسوولیت دی.
د هغه په وینا، د تخنیکی او مسلکی زده کړو ادارې تر اوسه زرګونه ماهران او مسلکی کسان په ۱۱ بېلابېلو سکتورونو او ۷۳ رشتو کې ټولنې ته وړاندې کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ