معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / متقاعدین وایي، خپلو حقوقو ته سخته اړتیا لري

متقاعدین وایي، خپلو حقوقو ته سخته اړتیا لري

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۱۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې یو شمېر متقاعدینو یو وار بیا له سرپرست حکومت څخه د خپلو حقوقو د ورکړې غوښتنه کړې.
دوی وايي، سرپرست حکومت یې د تقاعد د حقوقو ورکړې په برخه پاملرنه، نه کوي.
یاد متقاعدین دغه راز وايي، په بد اقتصادي وضعیت کې دي او خپلو حقوقو ته اړتیا لري.
دوی زیاتوي چې د خپلو معاشاتو ترلاسه کولو لپاره د سرپرست حکومت بېلابېلو ادارو ته ورغلي، خو ورته ویل شوي چې د دوی د معاشاتو مسله د توشیح لپاره د افغان حکومت مشر ته لېږل شوی ده.
د سرپرست حکومت ویاند پخوا ویلي، چې د هېواد د متقاعدینو معاشونه به د دارالافتاء له څېړنو وروسته توشېح شي.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس