افغان کرکټ ملی لوبډله د پاکستان پر وړاندې لوبو لپاره سریلانکا ته لاړه

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۱۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هېواد د کرکټ ملی لوبډله د پاکستان پر وړاندې د دریو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو د ترسره کولو په موخه تېره ورځ له غرمې وروسته سریلانکا ته روانه شوه.
ټاکل شوې، چې افغان لوبډله د روانې اګست میاشتې له ۲۲مې تر ۲۶مې نېټې د سریلانکا په همبنټوټا او کولمبو ښارونو کې د پاکستان پر وړاندې درې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړی.
بل لور پاکستانی کرکټ لوبډلې هم له افغانستان سره د دغو لوبو لپاره د لوبغاړو ۱۸ کسیز نوملړ اعلان کړی دی. د پاکستان په دغه نوملړ کې بابر اعظم، فخر زمان، رضوان، شاداب، عبدالله شفیق، فهیم اشرف او حارث رووف په ګډون ډېری تجربه کاره او پاکستان لپاره کرکټ لوبو کې ځلېدلی او ډېر لوبېدلی لوبغاړی ځای شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.