کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۲۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ریاست الوزراء سیاسی مرستیال د کابل ولایت د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېسیون غړو سره کتلی دی.
په دې کتنه کې، دوی د کمېسیون د فعالیتونو په اړه د ریاست الوزراء سیاسی مرستیال سره معلومات شریک کړی دی.
د راپور پر بنسټ دوی زیاته کړې، چې کابو ۹۰ زره جریبه دولتی ځمکه تشخیص شوې، چې ۵۳ زره جریبه ځمکه یې له غصب خلاصه او دولت ته سپارل شوې ده.
راپور زیاتوی، چې ځینې غاصبین محاکمو ته هم ورپېژندل شوی دی.
دوی د ریاست الوزراء سیاسی مرستیال سره د کمېسیون یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه هم شریک کړی دی.
سیاسی مرستیال د یاد کمېسیون هڅې ستایلې او ویلی یې دی چې هیچاته اجازه نه ورکوی، چې دولتی او عامه ملکیتونه غصب کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ