د هېواد په شمال کې د مخابراتی اسانتیاو ډېرښت په موخه نورې مخابراتی شبکې وصل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۲۲ مه نېټه):
د راپورونو له مخې شمال کې د اترا ادارې مسوولین وایی، د بلخ، جوزجان، فاریاب او سرپُل ولایتونو مرکزونو سربېره یې په اتو ولسوالیو کې مخابراتی شبکې وصل او ګټې اخیستنې ته سپارلی دی.
د راپور پر بنسټ شمال زون کې د اترا ادارې آمر محمد ثابت نعمانی ویلی، چې د تېرو دوو میاشتو په موده کې د یادو ولایتونو په شولګره، کلدار، چهاربولک، قوشتیپه، سوزمه قلعه، سنچارک، قیصار او خان چهار باغ ولسوالیو او د سرپل، فاریاب، جوزجان او بلخ ولایتونو اړوند مرکزونو او همدا راز ۲۴ کلیو کې د مخابراتو ټولې شبکې وصل او ګټې اخیستنې ته سپارلې دی.
تر دې وړاندې د یادو سیمو خلک د مخابراتی اسانتیاو په لاسرسی کې له ستونزو سره مخ وو.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.