د فراه په پشترود کې د والیبال د لسو ټیمونو ترمنځ د جام سیالیو پای لوبه ترسره شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۲۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د فراه ولایت د پشترود ولسوالۍ په مساو کې د والیبال فدراسیون، بدنی روزنې او سپورټ آمریت له لوری د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو آمریت په مادی او معنوی همکارۍ، د یادې ولسوالۍ اړوند د لسو مخکښو ورزشی ټیمونو ترمنځ د والیبال یو میاشتنۍ سیالۍ ترسره کړې.
د خبر پر بنسټ، د یادو سیالیو پای لوبې پر مهال د فراه ولایت د والیبال فدراسیون د مسوول ترڅنګ په سلګونو ځوانانو او د سپورټ مینوالو برخه اخیستې وه.
د مسوولینو په خبره له دې سیالیو څخه یې موخه د پشترود د والیبال د منتخب ټیم لپاره د لوبغاړو ټاکل، له نشه یې توکو څخه د ځوانانو ساتل، د والیبال لوبې پرمختک، ځوانانو ته د تفریح زمینه برابرول، د ځوانو مهارتونو، پیاوړتیاو او نیمګړتیاو را سپړل وو.
دغو سیالیو کې د اتحاد مساو والیبال لوبډلې د لومړی مقام په ترلاسه کولو سره د دغو لسو لوبډلو لومړۍ درجه ګټونکې، د سالون الفت لوبډله دوهمه او ورپسې درېیم مقام قاسم یاران لوبډلې خپل کړل.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.