معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / دفاع وزارت پر خپلو ځواکونو نظامي یونیفورم لازمي کړ

دفاع وزارت پر خپلو ځواکونو نظامي یونیفورم لازمي کړ

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۲۲ مه نېټه):
د راپورونو له مخې دفاع وزارت خپل اړوند پر ټولو ځواکونو باندې نظامي یونیفورم لازمي کړی دی.
د راپور پر بنسټ، مسوولینو ویلي، چې که‌ د دغه وزارت ځواکونه د نونیفورم په اغوستو کې بې پروايي وکړي، د قوانینو له مخې به سزا ورکړل شي.
دفاع وزارت وايي، اوس د دغه وزارت پر ټولو ځواکونو یونیفورم وېشل شوی دی.
د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي زیاته کړې، چې اوسمهال د دغه وزارت ځواکونه د تېر نظام د پوځ له لباسونو استفاده کوي، خو په راتلونکي کې به یې د یونیفورم رنګ بدل کړل شي.
د نظامي چارو یو شمېر شنوونکي بیا وايي، د نظامیانو لپاره د یونیفورم درلودل جدي اړتیا ده.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس