په رسنیو کې اماتور ژورنالیست وپېژنئ

په رسنیو کې اماتور ژورنالیست وپېژنئ

شاکر الله وفادار

ژورنالېزم هغه ټولنیز مسلک دی چې د خپلو لارویانو له لارې ټولیزوالی یا عمومیت رامنځته کوی، ټولنه څاری او پایلی یې بېرته ټولنی ته وړاندې کوی او په دې توګه یوه ټولېزه رښتینولی یا حقیقت جوړوی. ژورنالیزم هغه څانګه ده چې د پېښو په باره کې یوازې او یوازې بربنډ او څرګند حقیقت وړاندی کوی. معنا دا چې ژورنالېزم رښتینولۍ ته هېڅ ډول رنګ نه ورکوی، بلکی په خپله اصلی بڼه یی ولس ته وړاندې کوی.
ژورنالیزم هغه سپېڅلی مسلک دی چې د ولس رښتینی غږ تر مسؤولینو رسوی. د ولس شته ستونزې پرته له وېرې رابرسیره کوی او په مستقیم ډول یې د مسؤولو چارواکو تر غوږو رسوی. د ژورنالیزم مسلک له نورو مسلکونو او علومو سره یو څه تفاوت لری. ډېر پوه او ناپوه مسلکی او نامسلکی او یا له مسلکی پوهې لرې اشخاص د خپل زړه غم دلته سپکوی خو هغه څه چې مسلک یې غوښتنه کوی، په ښه او مسلکی ډول یی نشی وړاندې کولی او اکثره نامسلکه وګړی د دې سپېڅلی مسلک پیغام په سرچپه ډول تر ټولنې رسوی، په داسې حال کې چې د ژورنالیزم مسلک پوهې ته دومره وخت ته اړتیا شته چې باید پوه شو، دا مسلک رانه څه غواړی او څه شی باید ټولنې ته وړاندې کړو، ددې مسلک رسالت څه ډول ترسره کړو؟
اوس چې څومره کتل کېږی په دې پاک مسلک کې دوه ډوله خلک کار کوی، یوه ته یې مسلکی ژورنالیست ویل کېږی او بل ته اماتور یا غیری مسلکی ژورنالیست ویل کېږی.
لومړی مسلکی ژورنالیست:
مسلکی ژورنالیست هغه شخص ته ویل کېږی چې په ژورنالیزم مسلک کې یې لوړی زده کړې ترلاسه کړې وی او د ژورنالیزم مسلک په اخلاقو سمبال وی. د افغانستان د رسنیو په قانون کې د ژورنالیست تعریف داسې راغلی دی: ژورنالیست هغه حرفوی شخص دی چی د رسنیو له لارې خپرنیز مواد او محتوی برابروی او وړاندې کوی یې. مسلکی ژورنالیست د ټولنې سترګې دی. مسلکی ژورنالیست هغه څوک دی چې د ټولنې خوالې او ناخوالې را اخلی او د ټولنې وګړی خبروی او قضاوت همدوی ته پرېږدی. مسلکی ژورنالیست هغه څوک دی چې د ټولنې په ذهنیت کار کوی؛ مثبت او منفی لوری ور ښایی. مسلکی خبریال د ټولنی هره ستونزه څېړی مثبت او منفی نقاط یې په ګوته کوی،.ستونزه که د خپرېدو وړ وه د اړوندې رسنۍ څخه یې خپروی تر څو چارواکی ستونزې ته د حل لار پیدا کړی. دوهم ډول یې غیر مسلکی(اماتور) ژورنالیستان دی، دا هغه خلک دی چې پرته له مسلکی زده کړو د رسنیو په کور واک او اختیار لری. دا هغه فارمی ډله ده چې کړنې یې نه یوازې په ټولنه بدې اغېزې لری، بلکې د ژورنالیزم په مسلک هم تور داغ او د ملنډو باعث ګرځی. که د مسلکی او غیر مسلکی ژورنالیستانو ترمنځ توپیر ته ځېر شو، نو د رسنۍ او ولس ترمنځ تر ټولو مهم کار د باور فضا جوړول دی، چې دا په خپله د مسلکی او ژورنالیستکی اخلاقو اساس جوړوی، کله چې د رسنۍ او ولس تر منځ باور شتون ونلری، نو رسنۍ د ولس له سترګو غورځېږی او ځای یې پښو ته غورځیږی. او دا د بې باورۍ لامل د رسنیو همدا نامسلکی کارکونکی دی.
په رسنیو کې د مسلکی اشخاصو له شتون سره ولس د رسنیو له غوړېدو او پراخېدو سره ځان خوښ او په امن احساسوی، ولس د خپلو ستونزو په اړه ښه او واضح اطلاعات د رسنیو سره شریکوی او دوی په دې اړه قناعت ترلاسه کوی چی باید په ټولنه کې شته پټې سوژې ستونزې او رازونه را وسپړی او هغه د رسنیو مخ ته کېږدی، خو برعکس نامسلکی اشخاص د مسلک څخه د ناخبرۍ له امله ولس ته دغه ډاډ نشی ورکولی. مسلکی ژورنالیستان د ولس له فکره ځان بهر نه باسی د ولس هیلو او ارمانونو او غوښتونو ته درناوی او احترام لری، تر څو د ولس باور په رسنیو او اطلاعاتو زیات شی او د واقعیتونو په برخه کې د رسنیو رښتینی پل شی.
د نامسلکی وګړو په شتون سره رسنۍ خپل باور له لاسه ورکوی او د مسلکی وګړو په څېر په ولس اغېز نشی درلودلی، غیر مسلکی کسان د رسنیو له آزادۍ څخه سم برداشت نشی اخیستی چی له امله یې هم ټولنې او هم د وخت واکمن ټولګی ته ستر زیان اړولی شی.
د اماتور ژورنالیستانو فکری تمرکز د ټولنې د ستونزو او د قانون د ښه پلی کولو پر ځای په مالی سرچینو او تمویلوونکو خښ وی همدا لامل وی چې بیا هم په ټولنه کې اغېزمن نه تمامیږی. نامسلکی وګړی په کاری برخه کې ډېر شکایت کوی او ورسپارل شوی کار په لټۍ او تمبلۍ سرته رسوی، ځکه د سوژو پیدا کول ورته لویه سر دردی او ګران کار ښکاری. مګر مسلکی وګړی د خپلو زدکړو پر مټ کارونه په منظم ډول رهبری کوی. د مسلکی او اماتور ژورنالیست ترمنځ لوی توپیر هم دادی چې مسلکی شخص د مسلکی پوهې او مهارت پر مټ په آزاد لاس پر موصوع باندې کار کوی هغه له دې نه وېرېږی چی په ځینو ځایونو کی به په ناخبرۍ سره د مسلک پولی ونړیږی. ځکه هغه ته له وړاندې د خپل مسلک پولې او حدود معلوم وی. ځکه نو د سالم او پرمختللی سیسټم لپاره غوره ده چې په رسنیو کې مسلکیتوب رامنځته شی. تر څو په سالم ډول د خلکو اعتبار خپل او یو مسلکی چوکاټ جوړ شی.
ماخذونه:
۱- پر رسنیو د نامسلکیتوب اغېز، ذهین، محمد خان. ۱۳۹۸
۲- د افغانستان د رسنیو قانون
۳- د محمد کریم نور لیکنه، لیکوالی او خبریالی
۴- په تیرو دوو لسیزو کې د اسلامی رسنیو ونډه، د عبدالظاهر حمیدی لیکنه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.