کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۲۲ مه نېټه):
د رسنیو د راپورونو له مخې فرانسوی چارواکو ویلی، چې د فرانسې او برېټانیا ترمنځ سمندرګی کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې شپږ کسان مړه شوی دی، چې د فرانسپرېس خبری اژانس د راپور له مخې ټول افغانان دی.
دا افغانان له فرانسې څخه په غیرقانونی لاره برېټانیا ته روان وو.
د دوی کښتۍ چې د اسوشیتیدپرېس خبری اژانس د خبر له مخې تقریبا ۶۵ سپرلۍ یې درلودې، د برېټانیا په چینل یا مانژ سمندرګې کې ډوبه شوې او چارواکو د کښتۍ د ورکو مسافرو د موندلو لپاره هڅې پیل کړې دی.
د فرانسې د ساحلی ښار مرستیال فرانسپرېس ته ویلی، چې شپږ واړه مړه شوی کسان افغانان او عمرونه یې د دېرشو او څلوېښتو کلونو ترمنځ دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ