کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۲۲ مه نېټه):
د راپوروړو له مخې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر له رویټرز خبری اژانس سره په یوې مرکه کې قزاقستان ته د خپل وروستی سفر په تړاو خبرې کړی او ویلی یې دی، چې له قزاقستانی چارواکو سره یې د بانکی مسایلو، سوداګریزو تعرفو، مخابراتی پروژو او سویلی آسیا ته د روسیې د تېلو د جوپو د لېږد په ګډون د ټرانزیټی لارو په تړاو بحثونه کړی دی.
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ویلی، لېواله هېوادونه کولی شی چې د افغانستان د لېتیمو د استخراج په برخه کې پانګونه وکړی.
نورالدین عزیزی ویلی، چې د لېتیمو په کانونو پورې د افغانانو هیلې تړلی او سرپرست حکومت نه غواړی چې دغه کانونه ضایع شی.
افغانستان د هغو هېوادونو د نوملړ په سر کې دی، چې د لېتیمو کانونه لری او د افغانستان لېتیمو تر ټولو ډېر کانونه په کونړ، نورستان او هلمند ولایتونو کې دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، د چین په ګډون د بېلابېلو هېوادونو استازو د سرپرست حکومت له چارواکو سره په کتنه کې د افغانستان د لېتیمو کانونو په برخه کې د شاوخوا لس میلیارده ډالرو د پانګونې لپاره لېوالتیا ښودلې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ