لوړو زده کړو وزارت وایی، ۴۵۰ استادان بېرته هېواد ته راستانه شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۲۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د پوهنتون له استادانو سره د ریاست الوزرا د سیاسی مرستیال په غونډه کې ویلی، چې دغه وزارت د زده‌ کړو ودې ته ژمن دی او زیاتوی چې موږ او تاسې یو پوهنتون لرو او هڅه مو دا ده، چې دغه پوهنتون د نړۍ په کچه یو اسلامی پوهنتون شی.
د راپور پر بنسټ هغه په دې غونډه کې همدارنګه دننه هېواد کې په بېلابېلو څانګو کې د ماسټرۍ او دوکتورا د پروګرام له رامنځته کېدو هم خبر ورکړ او وې ویل چې له دوو میاشتو راهیسې پر دغه پروګرام کار پیل شوی دی.
د نوموړی په وینا، ۴۵۰ هغه استادان چې د ماسټرۍ او دوکتور لپاره بهر ته تللی وو، بېرته هېواد ته راستانه شوی دی، کابو ۲۰۰ استادان په علمی سفر او ۱۵۰ نور استادان د لنډ مهالو درسونو لپاره له هېواده بهر ته تللی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.