کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۲۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت کجکی او کمال خان بندونو ته د ایرانی کارپوهانو د سفر په اړه راپورونه رد کړل.
د راپور پر بنسټ د اوبو او برېښنا وزارت ویاند ویلی، چې د ۱۳۵۱ لمریز کال د تړون له مخې، ایرانی لوری یوازې د ځانګړیو شرایطو او میکانیزم له مخې له دهراوود سټېشن څخه لیدنه کولی شی.
تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ایران سفیر حسن کاظمی قمی ویلی، چې یو ایرانی تخنیکی پلاوی د هلمند د سیند د اوبو له سرچینو څخه لیدنه کړې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ