د لغمان اوسېدونکی د شاهی کانال پروژې چارو د بیا پیل غوښتونکی دی

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۲۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د لغمان یو شمېر اوسېدونکو له سرپرست حکومته غوښتی، چې د دغه ولایت د شاهی کانال پروژې چارې ژر تر ژره پیل کړی.
د دوی په وینا د تېر حکومت پرمهال د دغه کانال رغنیزې چارې پیل شوې وې، خو واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو وروسته یې چارې په ټپه ودرېدې.
د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست بیا په نږدې راتلونکی کې د دغه کانال د رغنیزو چارو له بیا پیله ډاډ ورکړی دی.
د لغمان شاهی کانال ۵۰ کیلو متره اوږدوالی لری، چې د دغه ولایت د الینګار ولسوالۍ له سندروایس سیمې پیلیږی او د مهترلام بابا په دښته کې پای ته رسیږی.
د لغمان د سیمه ییزو مسوولینو د معلوماتو له مخې د دغه ولایت د شاهی کانال په فعالیدو سره به ۱۱۰ زره جریبه ځمکه خړوبه او زرګونه کسانو ته به د کار زمینه برابره شی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.