د نورستان یوولس ښوونځی چې په دیارلسو کلونو کې جوړ نشول
راپور: ذبیح الله قاضی زاده
پارون، د لیندۍ ۱۹ مه،( ۱۳۹۹ )
د نورستان په دریو لویدیځو ولسوالیو کې د ۱۴ ښوونځیو د جوړولو لپاره(۲۲۴۰۰۰۰۰) دوه ویشت میلیونه او څلور سوه زره افغانۍ بودیجه د پوهنې وزارت له مرستندویه مؤسسې او نړیوال بانک څخه اخیستل شوې خو له ۱۴ ښوونځیو څخه یوازې درې ښوونځی جوړ شوی او د نورو کار یې ندی بشپړ شوی.
د نورستان په لویدیځ کې د نورګرام، دوآب او منډول درېو ولسوالیو اوسېدونکی وایی چې شاوخوا ۱۳ کاله وړاندې یې په دغو دریو ولسوالیو کې د ۱۴ ښوونځیو د جوړولو لپاره د پوهنې وزارت د ایکویپ پروګرام لخوا چې مالی لګښت یې نړیوال بانک ورکولو ودانۍ منظورې شوې وې چې د جوړولو قرار داد یې له کلیوالی شوراګانو سره شوی ؤ او د ځانګړې شوې بودیجې درې قسطونه په هغه وخت کې د پوهنې ریاست مسؤولینو او قرار دادیانو را ایستلې ده، خو کارونه یې تر دې دمه هم ندی بشپړ شوی.
د نورګرام په ولسوالۍ کې یو ښوونکی وایی چې دوی او زده کوونکی یې د ښوونځیو د ودانیو د کارونو د نیمګړی پاتې کېدو له امله له زیاتو ستونزو سره مخ دی او له حکومت څخه غواړی چې داېکوېپ مؤسسې مشران او هغه قراردادیان چې دغه ښوونځی ورته د جوړولو لپاره په ټېکه ورکړل شوی وو، مجبور کړی ترڅو پاتې کارونه یې تکمیل کړی.
د نورګرام ولسوالۍ یو ښوونکی صاحب داد پدې اړه وایی: “مکتبونه نیمه پاتې دی، زما له دولتی چارواکو څخه دا غوښتنه ده چې د ایکوېپ مؤسسې مسؤولین تعقیب او د دغه نیمه مکتبونو کار بشپړ کړی ترڅو زموږ شاګردان ترې ګټه واخلی.”
همدارنګه د عبدالرقیب په نامه بل استاذ پدې اړه وایی چې: “د اېکوېپ برنامې له لارې چې کوم مکتبونه دلته جوړ شوی وو، هغه نیمه کاره پاتې دی چې زیاتې برخې یی اوس غورځېدلی دی، زموږ له دولت څخه غوښتنه ده چې هغو شوراګانو سره چې قراردادونه شوی، هغوی مجبورې کړی چې دغه تعمېرونه بېرته له سره ورغوی ځکه چې شاګردان یې تر شنه آسمان لاندې ناست وی او په ډېرو سختو حالاتو کې درس وایی.
همدارنګه د نورستان د ولایتی شورا پخوانی رئیس مولوی عنایت الرحمن رحمانی وایی: “دغه څوارلس ښوونځی چې پنځه یې په نورګرام، پنځه په دوآب او څلور یې په منډول ولسوالیو کې دی چې د هر ښوونځی لپاره د اېکوېپ برنامې له خوا شپاړس سوه زره افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې وه .او په درې قسطونو کې د پروژې په نوم زیاته اندازه پیسې را ویستل شوی خو د ښوونځیو ودانۍ نېمګړې پاتې دی.
د ولایتی شورا پخوانی رئیس مولوی عنایت الرحمن زیاتوی چې:” د دوآب، منډول او نورګرام ولسوالیو لپاره چې کوم ۱۴ مکتبونه منظور شوی وو، دغه مکتبونه د مرکز لخوا محلی ټیکه دارانو ته ورکړل شول، دغو ټیکه دارانو ونشو کړی چې دغه مکتبونه تکمیل کړی، تر اوسه نیمکله پاتې دی. ودانۍ نیمه پاتې دی او حتی د بعضو مکتبونو ځایونه هم د محلی خلکو لخوا غصب شوی دی.”
د نورستان د پوهنې ریاست مسؤولین هم دا منی چې د یادو ۱۴ ښوونځیو کارونه ندی بشپړ شوی، د دوی په خبره چې کوم کارونه یې شوی هغه هم ډېر کمزوری او د پروپوزل سره برابر نه دی چې بیا رغول یې د نورو پیسو ضایع کول دی او پکار ده چې له بنسټ څخه نوې ودانۍ جوړې شی.
د نورستان د پوهنې رئیس محمد امین حماد وایی:” اکثره کارونه یې بې کیفیته ترسره شوی دی .چې اوس پرې موږ کار نشو کولی، زموږ له نقشې سره برابر ندی، سټنډرډ ندی. پېسې سمې ندی لګیدلې او نه هم سم سمینټ کارول شوی، له همدې امله د دغو ۱۴ ښوونځیو معتمدین، د هغه وخت د پوهنې رئیس مولوی شفیع الله او د ایکویپ پروګرام انجینیر محمود شاه، څارنوالۍ ته معرفی شوی دی.”
د نورستان مرستیال والی محمد هاشم فیضی هم وایی چې د یادو ښوونځیو په برخه کې د هغه وخت سیمه ییزو چارواکو د بې غورۍ ترڅنګ سوء استفاده هم کړې ده .
فیضی وایی:” په ۱۳۸۵ او ۱۳۸۶ لمریزو کلونو کې په غربی نورستان کې ۱۴ ښوونځی د پوهنې وزارت لخوا منظور شوی وو، چې ټول نیمه کاره پاتې دی.د شوراګانو له لارې، د پوهنې وزارت او د ولایت ترڅارنې لاندې دغه پروژې عملې کیدلې، خو د هغه وخت مسؤولینو بې غوری او سوء استفاده کړې ده .”
د نورستان اوسنی مرستیال والی زیاتوی چې:” دغه موضوع څارنوالۍ ته لېږل شوې چې ورسره قانونی چلند وشی.یو، دوه جلبه موږ ته هم رالېږل شوی دی، خو موږ یې په ځواب کې ولیکل چې د پروژې ټول شریکان په کابل کې دی ”
په دغه پروژه کې او د فساد په دغه دوسیه کې د پوهنې ریاست د پخوانی رئیس مولوی شفیع الله نوم هم شامل دی او ویل کېږی چې د ښوونځیو د جوړولو په نوم را ویستل شوې بودیجه یې د وخت له نورو چارواکو سره یوځای په خپله ښه کړې ده.
خو مولوی شفیع الله په خپله بیا وایی چې د ښوونځیو جوړولو قرار دادونه د پوهنې وزارت له خوا له کلیوالی شوراګانو سره شوی وو او له ده سره یې چا بودیجه او نور معلومات ندی شریک کړی.
مولوی شفیع الله زیاتوی:” ددی پروژې ایجاد زما په وړاندیز او غوښتنه ندی شوی، قرارداد یې د کلیوالی شوراګانو سره د وزارت لخوا شوی ؤ، چې د لومړی قسط پیسې یې هم مستقیما د بانک له لارې شورا ته ورکړل شوې وې، چې د معارف ریاست په کې هېڅ ډول دخیل نه ؤ، خو کله چې د دوهم قسط پیسې مستوفیت ته راغلې، زه له وظیفی منفک شوم چې په دوهم او درېیم قسط کې یې زه هېڅ په وظیفه کې نه وم.”
د نورستان ولایت د پوهنې ریاست د ۱۳۸۹ لمریز کال د راپور په اساس، له دغه ۱۴ نا مکمل شویو ښوونځیو څخه پنځه ښوونځی په نورګرام ولسوالۍ، پنځه ښوونځی په دوآب ولسوالۍ او څلور نور یې په منډول ولسوالۍ کې دی، چې د هر یوه ښوونځی د ودانۍ د جوړولو لپاره د اېکوېپ برنامې له خوا (۱۶۰۰۰۰۰) یو میلیون او شپږ سوه زره افغانۍ ځانګړې شوې وې، چې ټولو ۱۴ ښوونځیو ته په مجموعی ډول (۲۲۴۰۰۰۰۰) دوه ویشت میلیونه او څلور سوه زره افغانۍ ځانګړې شوې وې، ددې ښوونځیو له ډلې څخه یوازې درې ښوونځی چې دوه یې د نورګرام په ولسوالۍ کې دی (د کلتن د نجونو ښوونځی او د پشګر د نجونو ښوونځی) او همدارنګه یو ښوونځی په دوآب ولسوالۍ کې (د نیلاب لومړنی ښوونځی) دی، ودانۍ بشپړې شوې چې له ځانګړې شوې بودیجې څخه یې په هر یوه (۱۱۲۱۲۳۲) یو میلیون یوسل او یوېشت زره دوه سوه دوه دېرش افغانۍ لګولی دی.
په دغه رپورټ کې لیکل شوی دی چې د نورو یوولسو ښوونځیو د ودانیو د جوړولو لپاره چې کومه بودیجه ځانګړې شوې وه، هغه ټوله مصرف او اخیستل شوې ده.
همدارنګه په راپور کې دا هم لیکل شوی دی چې د دغو درېو جوړو شویو ښوونځیو له ودانیو څخه چې کومې (۱۴۳۶۳۰۴) یو میلیون څلور سوه شپږ دېرش زره او درې سوه څلور افغانۍ پاتې وې، ری فنډ (مرستندویه مؤسسې ته ورګرځول شوې) دی.
د نورستان اوسنی چارواکی وایی چې په نورستان کې د ایکویپ برنامې مسؤول انجینیر محمد شاه، د فساد د یوې بلې دوسیې له امله دم ګړی د ننګرهار په محبس کې بندی دی او په ۲۵ کاله بند محکوم شوی دی.
د نورستان ځایی خلک او څارونکی پدې اند دی چې په نورستان کې داسې نورې ډېرې دولتې پروژې شته چې په نوم یې له حکومت یا بهرنیو مؤسسو څخه په لکونو امریکایی ډالر را ویستل شوی، خو یایې چارې په نیمای کې پاتې دی او یا هم پرې هېڅ کار ندی شوی.
گهیځ