د روان زېږدیز کال د آګسټ په ۱۴ مه نېټه په ګاونډی ملک پاکستان کې انوارالحق کاکړ چې د دغه هېواد په سیاسی لوبو کې نسبتاً نا پېژندل شوې څېره ده، د نوی مؤظف شوی مؤقت صداعظم په توګه لوړه ترسره کړه. په ظاهره اټکل کېږی چې ښاغلی کاکړ په راتلونکو سلو ورځو کې به د ټول ټاکنو تر ترسره کولو او هلته واک نوی منتخب حکومت ته ترسپارلو پورې پدې واک پاتې شی.
خو که د دې هېواد په هر تور او سپین حاکم پوځ په خپله خوښه کومه کودتاه وکړی یا کومه بله سیمه ییزه او نړیواله لوبه پیل شی، بیا نو د دې اټکل خلاف بل څه هم را مینځ ته کېدای شی.
د انګریزانو تر واک لاندې متحده هندوستان څخه د پاکستان په نامه د یوه جلا ملک له بېلېدو راهیسې بیا تر نن پورې په دغه جلا شوی هېواد کې ډېر کم سیاسی ثبات او استقرار را مینځ ته شوی او که چېرې یوه دوره سیاسی او د رایو ګټونکی منتخب حکومت رامینځ ته شوی نو بیا څو کلونه پرله پسې دلته پوځ حکومت کړی او آن تر ننه پورې که هلته کوم ملکی او ظاهراً د ولس په رایه حکومت هم پدې ملک کې حاکم شوی، د پردې شاه ته یې له پوځ څخه فرمان وړی او تر څو چې د پوځی واکدارانو موافقه یې نده ترلاسه کړې، هلته یې په آرامه خپله د حکومتولۍ دوره هم پای ته نده رسولې.
دا اوس هم چې په ظاهره د کرکټ لوبغاړی عمران خان تر واکمنۍ وروسته هلته د څو ګوندونو ګډ سیاسی حکومت خپله دوره پای ته ورسوله او د آزادو ټولټاکنو د ترسره کېدو لپاره لازمه شوه تر څو یو بې طرفه شخصیت د مؤقت حکومت د رییس په توګه د سلو ورځو لپاره د چارو واګې په لاس کې واخلی نو په سلا مشورو کې هم د دې هېواد د پوځ مداخله او آن د شخص په غوره کولو کې د پوځ د خوښې رنګ له ورایه ښکاری او د پېښو څارونکی او څېړونکې هغه په ډاګه وینی.
بل اړخ ته د پنجابی پانګوال شهباز شریف تر صدارت وړاندې په ټاکنو کې د دغه هېواد د کرکټ ستوری عمران خان بریالیتوب په داسې حال کې چې د دغه هېواد په سیاسی صحنه کې یې نه خاصه تجربه درلوده او نه کومه سابقه، له ورایه ښکاره وه چې د پوځ یا د پاکستانیانو په خبره د “سټیبلشمنټ” په خوښه وه او کله چې نوموړی هم په سیاسی لحاظ ناکام شو او هم یې له “سټیبلشمنټ” سره مخالفت راغی او د ټکر لاره یې غوره کړه، نو له داسې برخلیک سره مخ شو چې نه یوازې زندان یې ځای شو چې آن په ټاکنو کې له برخې اخیستو څخه هم د څو پرله پسې کلونو لپاره محروم وګرځول شو.
دا او دې ته ورته په لسګونه نورې ښکاره بېلګې شته چې د پاکستان پر ملکی سیاست کې د پوځ راج په ډاګه کوی او لکه مو چې وویل دا هم په ډاګه ده چې د کویټې د یوه بې تجربې پښتون انوارالحق کاکړ په مشرۍ د سل ورځو لپاره د یوه مؤقت حکومت په رامینځ ته کولو کې هم د پوځ یا هماغه سټیبلشمنټ له خوښې او مداخلې پرته دې کار امکان نه درلود.
طبیعی خبره ده چې مونږ او هېواد ته مو مهمه دا ده چې آیا ښاغلی کاکړ به په پاکستان کې د چارو د واګو ترلاسه کولو وروسته د دغه هېواد په بهرنی سیاست کې څه خاص بدلون راوستلای شی او که نه؟ که څه هم د دې پوښتنې ځواب له یوې خوا د ښاغلی کاکړ د حکومتدارۍ د لنډې دورې د څو ورځو شپو تېرېدو ته اړتیا لری او بل اړخ ته پدې تړاو هماغه د پاکستانیانو په اصطلاح د سټیبلشمنټ خوښې او ارادې ته هم باید وکتل شی.
تر کومه ځایه چې په ظاهره ښکاری ښاغلی کاکړ او د پوځ تر نظارت لاندې د هغه سل ورځې حکومت شاید ونشی کولای د دغه هېواد په هغه بهرنۍ تګلاره او د ماجرا غوښتنې په سیاست کې کوم بدلون راولی چې له متحده هندوستان څخه د انګریزانو تر سرپرستۍ لاندې د پاکستان په نوم د یوې ټوټې خاورې له را جلا کېدو څخه را نیولې بیا تر دې دمه را روان دی.
خو که چېرې د پاکستان پوځ او د دغه هېواد په سیاسی فضا راج چلونکی سټیبلشمنټ پدې وپوهېږی چې په سیمه او نړۍ کې د بدلیدونکو حالاتو سره اړتیا دا ده چې نور دې په سیمه او ګاونډ کې را ټوکېدونکی ګواښونه او خطرونه راکم کړای شی او پرینږدی چې د خپل دایمی او تل پاتې دښمن (هند) تر څنګ دې ځان ته بل دښمن هم پیدا کړی، شاید په راتلونکو ټول ټاکنو کې داسې سیاسی ځواک ته د رابرسېره کېدو زمینه برابره کړی چې اوسنۍ ناخوالې ورو ورو راکمې او پرېږدی چې نور ګاونډیان یې هم په سوله ییزه او ارامه فضا کې ژوند وکړی. بیا هم دا هر څه به راتلونکی ښه ثابت کړای شی چې پاکستان او د دې هېواد پوځ څه غواړی او څه کوی؟ والسلام
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳
گهیځ