کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۲۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان د سوداګرو او پانګوالو د اتحادیې له لوري تېره ورځ د ورېښمو لارې ترانزيټ نړيوال کلتوري نندارتون پرانیستل شو.
د راپور پر بنسټ، د یاد نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د چارو ادارې د څارنې او پالیسۍ مرستیال پانګوالو ته ډاډ ورکړی، چې په ډاډه زړه دې افغانستان کې پانګونه وکړي.
د سوداګرو او پانګوالو د اتحاديې اجرایوي ریيس بیا ویلي، چې دغه نندارتون کې د بېلابېلو شرکتونو استازو ګډون کړی او کابو ۴۰۰ غرفې لري.
د نوموړي په خبره دغه نندارتون کې د اېښودل شویو توکو شاوخوا ۹۰ سلنه يې کورني تولیدات دي.
په ورته وخت کې یو شمېر پانګوالو د دې نندارتون په جوړېدو خوښي ښودلې او دا ډول نندارتونونه یې د خپلو محصولاتو لپاره د بازارموندنې برخه کې ښه فرصت بللی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/