د عدلیې وزارت وایی، هېواد کې د سیاسی ګوندونو فعالیت په مطلق ډول بند دی

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۲۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د عدلیې سرپرست وزیر ملت ته د دولت حساب ورکولو په پروګرام کې ویلی، چې هېواد کې د سیاسی ګوندونو فعالیت په مطلق ډول بند دی، ځکه په وینا یې یاد ګوندونه نه شرعی بڼه لری، نه د ملت ګټې په کې خوندی دی او نه یې هم ملت غواړی.
یاد وزارت د خپلو یو کلنو فعالیتونو په راپور کې ویلی، چې د تېر یوه کال په موده کې یې د ۳۸ تقنینی سندونو، ۱۰ کړنلارو او یوې اساسنامې په ګډون ۴۹ تقنینی سندونه طرحه، تسوید او تدقیق کړی دی او اړوندو مراجعو ته یې لېږلی دی.
په راپورو کې همدارنګه ویل شوی، چې په تېر یوه کال کې ۱۴۰۱ کسانو ته د مدافع وکالت جوازونه ورکړل شوی او یا نوی شوی او د هېواد په کچه د عامه پوهاوی زر برنامې په لاره اچول شوې دی.
دوی زیاته کړې، چې د همدې یو کال موده کې یې د ټولنو په برخه کې د اتحادیو او د خېریه بنسټونو ۱۴۲ جواز لیکونه نوی صادر شوی، ۵ جواز لیکونه نوی شوی، ۱۴ جوازلیکونه لغوه شوی او د خېریه بنسټونو او ټولنو ۴۷۰ دفترونه څارل شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.