جاپانی ورځپاڼه: افغان سر پرست حکومت بریالی شوی چې اقتصاد په خپلو پښو درېدلی وساتی

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۲۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د جاپان دیپلومات ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلی، چې د افغانستان سرپرست حکومت بریالی شوی، چې د افغانستان اقتصاد په خپلو پښو درېدلی وساتی.
یادې ورځپاڼې لیکلی، چې هېڅ وسلوال یا سیاسی مخالف د کورنی یا بهرنی ملاتړ سره د سرپرست حکومت پر وړاندې د مقابلې لپاره شتون نه لری.
ورځپاڼې څرګنده کړې، چې د افغانستان سرپرست حکومت د سیمې له هېوادونو سره په تعامل کې ثابت موقعیت لری او له دغو هېوادونو سره په همغږۍ کې په دې بریالی شوی، چې د افغانستان اقتصاد په خپلو پښو درېدلی وساتی او د مخالفو وسلوالو ډلو په ځپلو سره د هېواد داخلی امنیت ښه کړی او هم یې له فساد سره د مبارزې، نشه یی توکو د کښت او تولید په مخنیوی کې اغېزناکه مبارزه کړې ده.
دیپلومات ورځپاڼې ویلی، سرپرست حکومت په رسمیت پېژندل خپل حق بولی او د چین او روسیې په څېر دوی سره د ځواکمنو هېوادونو اړیکې ټینګېدل داسې ښیی، چې نړۍ له دغه نظام سره د تعامل په لټه کې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.